د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزارت وايي د داعش یو مشر یې وژلی


القادولي د داعش د مالي او بهرنیو چارو مسول و.
القادولي د داعش د مالي او بهرنیو چارو مسول و.

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر وايي چې فکر کوي چې په سوریې کې په هوايي برید کې د اسلامي دولت د ډلې یو لوړرتبه قوماندان وژل شوی وي.

رسنیو ویلي دي چې د داعش دغه مشر عبدالرحمن مصطفی القادولي نومیږي چې پرون په برید کې وژل شوی دی.

القادولي د داعش دوهم مشر و. هغه د عراق و هغه د حاجي امان په نامه هم مشهور و او څو نور مستعار نومونه یې هم درلودل.

ښاغلي کارټر وویل چې د هغه په فکر، القادولي د داعش یو لوړرتبه مشر او د مالي او بهرنیو چارو مسول یې و.

د امریکا د دفاع وزیر چې نن یې په پنټګون کې خبریالانو ته خبرې کولي وویل چې د برید په اړه نور معلومات نه شي ورکولای خو برید د امریکا «د ستراتیژی» په اساس شوی دی چې هدف یې «د داعش په مشرانو باندې فشار اچول دي.»

د مارچ د میاشتې په لومړیو ورځو شپو کې عمر الشاشاني، چې د «چیچین د عمر،» په نامه هم پیژندل کیدی د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ښاغلي کارټر زیاته کړه چې «موږ په سیستماتیکه توګه د اسلامي دولت د ډلې د کابینې غړي له منځه وړو.»

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې حاجي ایمان یو مشهور تروریست و چې د عراق او سوریې نه بهر یې هم په بریدونو کې لاس درلود.

د داعش د دغه مشر د وژلو خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي، چې امریکايي چارواکو ویلي دي چې د عراقي قواوو سره مرسته کوي چې د موصل د بیرته نیولو لپاره عملیات وکړي.

القادولي په کال ۲۰۰۴ کې د القاعدې سره شو او په عراق کې یې فعالیت کوی. د امریکا متحده ایالاتو په کال ۲۰۱۴ کې القادولي د نړیوالو تروریستانو په لست کې شامل کړ او د هغه په سر یې د اوه میلیون ډالرو انعام پریښود.

XS
SM
MD
LG