د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ترکیې ته اخطار ورکړ


داعش په ترکي ژبې ویډیو خپره کړې ده
داعش په ترکي ژبې ویډیو خپره کړې ده

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په یوه نوې خپره شوې ویډیو کې د خپلو طرفدارانو نه د وسله وال کېدو غوښتنه کړې چې «استانبول فتح کړي.»

په دغې ویډیو کې چې د جوړیدو نېټه یې نه ده معلومه او «ترکیې ته د یوه پیغام» په عنوان خپره شوې، د ترکیې جمهوررئیس د «خاین» په توگه غندل شوی.

په ویډیو کې ویل شوي دي چې اردوان د ترکیې دوې هوایي اډې د امریکا په مشري ائتلافي قواو ته پرانیستلي دي چې د اسلامي دولت په ډلې باندې هوایي حملې وکړي.

په ویډیو کې د خلکو نه غوښتل شوي دي چې د هغې په قول « د ملحدانو، صلیبیانو او مرتدانو » په مقابل کې بغاوت وکړي.

یو کس چې په ویډیو کې ظاهر کیږي په ترکي ژبه وایي چې « د شیطان د دوستانو په مقابل کې وجنگیږئ.»

دغه ویډیو په داسې وخت کې خپریږي چې په ترکیې کې سیاسي بحران روان دی. سیاسي بحران هغه مهال پيل شو چې په پارلماني انتخاباتو کې هیڅ ګوند هم اکثریت و نه ګاټه چې حکومت جوړ کړي.

د ترکیې د پارلمان غړي په دې کې پاته راغلي دي چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي او د دې امکان ډیر دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان دې د نوو انتخاباتو د کیدو غوښتنه وکړي.

سوریې تیره عیسوي میاشت د اسلامي دولت د ډلې په مرکزونو باندې هوايي بریدونه پيل کړل.

په ویډیو کې ناپیژندل شوی شخص په انقرې باندې تور لګوي چې د کردانو د کارګر ګوند او د آزادي سوریې د پوځ ملاتړ کوي. کردان او د سوریې یاغي ډلې دواړه د داعش خلاف جګړه کوي.

خو په ترکیې کې، مخالفې ډلې په حکومت تور لګوي چې وسله والو ته یې د ترکیې د لارې د داعش سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړې وه او همداراز یې داعش ته د مهماتو د رسولو لاره نه وه بنده کړې. خو د اردوان حکومت په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG