د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: د روسیې د بمباریو په اړه دې د جنګي جنایات په څیر تحقیقات وشي


جان کیري
جان کیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د روسیې او سوریې د بمباریو په اړه دې د جنګي جنایاتو په چوکات کې تحقیقات وشي.

جان کیري دغه خبره په واشنګټن کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر ژان مارک ایغو سره په مجلس کې وکړه.

د پنچشنبې په شپه د سوریې د حلب په ښار کې په یوه روغتون باندې په برید کې ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۰۰ نور ټپيان شول.

جان کيري وویل چې په سوریې کې هغه څوک چې جګړې کوي باید چې حساب او کتاب ورسره وشي.

«روسیه او [د سوریې] رژیم د توضیحاتو نه علاوه نړۍ ته مسؤل دي چې ولې په روغتونو او صحي مرکزو او په ښځو او ماشومانو باندې بریدونه کوي.»

کیري دا خبره هم وکړه چې «د دغسې اعمالو په اړه باید چې د جنګي جنایاتو په څیر سم تحقیقات وشي.»

که چیري په سوریې کې د امریکا او روسیې ترمنځ د تیرې میاشتې د موافقې په اساس اوربند د یوې اونۍ لپاره ټینګ شوی وای نو په سوریې کې به د تروریزم خلاف یو نوی اتحاد جوړ شوی وای.

کیري د دغه اونۍ په پیل کې د روسیې سره دوه اړخیزې خبرې ودرولي.

د ۲۰۱۱ کال نه راپدیخوا چې په سوریې کې جګړه پيل شوې ده ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو خاص استازي سټیفن دې میستورا د پنجشنبې په ورځ وویل چې کیدای شي چې د جګړو له امله د حلب د ښار شرقي برخه «په مکمله توګه ویجاړه» شي.

XS
SM
MD
LG