د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په پيښې کې ۱۶ امریکايي پوځیانو ته سزا ورکړل شوه


 کندز روغتون د برید په اړه د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت د تحقیقاتو رپوټ خپور شو.
کندز روغتون د برید په اړه د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت د تحقیقاتو رپوټ خپور شو.

د امریکا د دفاع وزارت وايي د کندز په روغتون د برید په تړاو یې د یو امریکايي جنرال په شمول ۱۶ پوځیانو ته انظباطي سزا ورکړيده.

د امریکا د مرکزي قوماندې د مرکز قوماندان جنرال جوزیف فوتل د جمعې په ورځ په پنټاګون کې د کندز د پیښې د تحقیقاتو د رپوټ په اړه خبریالانو ته خبرې وکړي.

د خبرې کنفرانس په پیل کې، جنرال فوتل د کندز په روغتون کې د وژل شوو او ټپیانو د کورنیو سره خواخوږۍ څرګنده کړه.

خو په کندز کې هغه کسان چې د برید نه بچ شوي دي امریکاغږ ته ویلي دي چې امریکايي پوځیانو ته چې برید یې کړی دی ټاکل شوې سزا کمه ده.

دغو کسانو دا خبره هم کړې ده چې د وژل شوو کسانو د کورنیو سره دې تر هغه پورې مرسته وشي چې اولادونه یې بلوغ ته ورسیږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف فوتل وايي چې د کندز د روغتون د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره مالي مرستې شوې دي.

هغه وویل چې د ټپیانو د کورنیو سره د ۳۰۰۰ ډالرو او د وژل شوو کسانو د کورنیو سره د ۶۰۰۰ ډالرو مرستې شوي دي.

د برید جزئیات

امریکايي جنرال فوتل وویل چې هغه پوځیانو چې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون برید کړی په دې خبر نه و چې په روغتون برید کوي.

«[تحقیقات] دا ښيي چې هغه کسان چې عملیات یې کول په دې نه و خبر چې دوی په روغتون برید کوي. هدف هغه ځای و چې د یاغیان په لاس کې و او ۴۰۰ متره د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون نه لیري و.»

دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې امریکايي ای سي ۱۳۰ الوتکه چې برید یې کړی دی هدف غلط کړی و او د یاغیانو په ځای يې په روغتون برید کړی دی.

جنرال فوتل وویل چې په تحقیقاتو کې دا وموندل شوه چې برید د انساني سهوې له امله، چې د معلوماتو د پراسس کولو او تخنیکي ستونزو سر یو ځای و، د دې علت وګرځید چې پيښه رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړه چې «دا یو ډیر سخت حالت و،» او په جګړې کې د امریکا د خاصو ځواکونو ستوماني لا پسې پيچلای کړی و.

خو جنرال دا خبره هم وکړه چې تحقیقات ښيي چې په جګړې کې د روغتون نه ډزې نه دې شوي.

د تحقیقاتو نتیجه

جنرال وویل چې د تحقیقاتو په جریان کې دا وموندل شوه چې د امریکا د پوځ ځینو کسانو جنګي مقرارات نه دې رعایت کړي. خو د دوی اعمال په جنګي جرایم کې نه حسابیږي.

«تحقیقات ښيي چې ځینو پوځیانو په جګړې کې د سلوک او د جګرې د قوانینو مراعت نه دی کړی. خو تحقیقات دا و نه موندل چې دغه دې جنګي جنایات وي، دا ځګه چې د جنګي جنایات کلمه د قصدي اعمال لپاره استعمالیږي، په قصدي توګه د ملکیانو وژل او یا هغه سیمې په نښه کول چې خوندیتوب یې تضمین وي.»

جنرال فوتل د هغو ۱۶ کسانو نومونه وانخستل چې سزا ورکړل شوې ده.

جنرال فوتل زیاته کړه چې د دغه پیښې څخه ډیر زده کړه کیدای شي تر څو په راتلونکې کې د دغسې پیښو مخنوی وشي. هغه زیاته کړه چې اوس هم دوی داسې تدابیر نیولي دي چې په راتلونکي کې د دغسې پيښې مخه ونیول شي.

جنرال جوزیف فوتل وویل چې په رپوټ چې په ۳۰۰۰ پاڼو کې خپور شوی دی ډیر کار شوی دی او د رپوټ هدف دا و چې د کندز د پیښې په اړه ټول حقایق راڅرګند شي.

هغه وویل چې په رپوټ کې د ۶۵ شاهدانو سره تفصیلي مرکې شويدي او د امریکا د پوځ د ټولو هغو کسانو سره خبرې شويدي چې په عملیاتو کې یې ونډه درلوده.

تیر کال د اکتوبر په دریمه نیټه د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې د امریکایي ای سي ١٣٠ ډوله جنگي الوتکې په برید کې ٤٢ کسان وژل شوي وو.

د بې سرحده ډاکټرانو ډلې دغه برید غندلی و او یو «ظالمانه» عمل یې ګنلی و.

XS
SM
MD
LG