د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ‌ وايي‌ د کلنټن د ایمیلونو په اړه به نور تحقیقات و نه شي


د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز د خبریالانو سره وکتل.
د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز د خبریالانو سره وکتل.

د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین د ځینو ژمنو نه په شا شوی دی.‌

په دغو ژمنو کې یوه یې دا وه چې د دیموکراټ ګوند کاندیده هیلري‌ کلنټن به زندان ته اچوي.

منتخب جمهوررئیس دا هم وویل چې قصد نه لري چې د هیلري کلنټن د ایمیلونو د قضیې په اړه د نورو تحقیقاتو امر وکړي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ‌ د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د ایډیټرانو او خبریالانو سره غونډه وکړه.‌

هغه زیاته کړه چې د کلنټن د بنسټ‌ په اړه د پیدا شوو پوښتنو په اړه به هم د تحقیقاتو امر و نه کړي.‌

ټرمپ‌ وویل «زه نه غواړم چې د کلنټن کورنۍ ته تاوان ورسوم.‌ زه په رښتیا داسې څه نه غواړم.»

که څه هم ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ویلي و چې نیویارک ټایمز یوه فریبکاره او ناکامه ورځپانه ده،‌ خو د سې شنبې په غونډه کې هغه وویل چې دغه ورځپانه لولي او احترام ورته لري.

ټرمپ د نیویارک ټایمز د ورځپانې د کارکوونکو سره په خبرو کې وویل چې «د هوا پاکي‌ ډیره مهمه ده»‌ او دی فکر کوي چې د اقلیم د بدلون او انسانانو د فعالیتونو تر منځ «تر یو حده تړاو شته.»

ټرمپ څه موده مخکې ویلي‌ و چې د اقلیم د بدلون د چین لخوا یوه غولونکې موضوع ده.‌

خو اوس ټرمپ‌ د دې خبرې نه په شا شوی چې امریکا به د پاریس د اقلیم د بدلون په خلاف د مبارزې د قرارداد نه وځي.

XS
SM
MD
LG