د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان پر اوربند سلا شوي


درې افغان پوله ساتونکي او یو پاکستاني منصبدار د دواړو غاړو په ډزو کې ووژل شول
درې افغان پوله ساتونکي او یو پاکستاني منصبدار د دواړو غاړو په ډزو کې ووژل شول

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې په تورخم کې په اوربند موافقه شوې او د خبرو له لارې د تورخم د لانجې په حلولو د پاکستاني اړخ سره سلا وشوه.

حضرت عمر زاخیلوال د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د بهرنیو چارو د وزارت د لوړرتبه چارواکو سره یې لیدلي او د تورخم په کرکیچ یې ورسره خبرې کړي.

"زما مجلس د پوځ د مشرتابه سره و، په څه چې موږ توافق وکړ اول دا چې دواړه لوري باید اوربند وکړي او د جنګ زیاتوالی باید رامنځ ته نه شي او تنش چې رامنځ ته شوی باید د دې د کمولو هڅه وشي".

زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ اشنا راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو موافقه کړي چې د تورخم لانجه د خبرو له لارې حل کړي.

ننګرهار کې چارواکو ویلي دي چې سیمې ته استول شوو اضافي قواوو ته امر شوې چې بیرته خپلو اډو ته ستانه شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي عزیز وویل "ضروري ده چې دواړه هیوادونه روان کرکیچ د خبرو له لارې حل کړي".

دیپلماتیکې هڅې

امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون وویل چې د دواړو خواوو سره یې خبرې کړي دي او هڅه کوي چې دواړه خواوي دې ته وهڅوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د څو ورځو راهیسې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تورخم کې نښتې شوي وي چې په ترڅ کې یې د افغانستان درې عسکر او د پاکستان یو پوځي منصبدار وژل شوي او د ملکیانو په شمول ۴۰ کسان ټپيان شوي دي.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي قواوو ترمنځ هغه مهال نښتې پیل شوي چې د افغان چارواکو په وینا پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه جوړه کړي.

افغان سرحدي قواوو ویلي دي چې پاکستان دغه دروازه د افغانستان په خاوره کې جوړوي، خو پاکستاني چارواکي دا نه مني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانې کې د سرتاج عزیز له قوله ویلي دي چې دغه دروازه د "غیرقانوني تګ راتګ، د قاچاقي توکیو د مخنیوي، د خلګو او موټرو د اسانیتاوو او د تروریزم د مخنیوي" لپاره مهمه ده.

XS
SM
MD
LG