نړیوال بانک شمالي ولایتونو ته د غځیدلو لارو د رغونې لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو مرسته منظور کړه.
نړیوال بانک ویلي دي چې د سالنګ د تونل د ترمیم علاوه، په دغو پيسو به د د بغلان او بامیانو ترمنځ د ۱۵۲ کیلومتره لاره هم پخه شي.
د اوس لپاره د سالنګ سړک یوازنۍ لویه لاره ده چې شمالي ولایتونه د کابل سره تړي.
د ژمي په موسم کې ځینې وختونه د واورو د ورښتونو له امله د سالنګ لویه لاره بندیږي. تمه ده چې د بغلان – بامیان ترمنځ سړک به د سالنګ د لویې لارې یوه بدیله لاره وي.
د مالیې د وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ویلي دي چې د دغه پروژې په اړه به ډیر ژر د نړیوال بانک او د افغانستان د حکومت ترمنځ یوه تفاهمنامه لاسلیک شي.
د سالنګ لویه لاره د ۱۹۶۰ مه لسیزې کې جوړه شوې ده چې نه یوازې د افغانستان شمالي او جنوبي ولایتونه سره تړي بلکې د جنوبي او منځني آسیا د هیوادونو ترمنځ هم یوه مهمه ترانزیتي لاره ګنل کیږي.