د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ولې افغان کډوال شړي؟


له پاکستان څخه د ۱.۷ میلیون افغان کډوالو د شړلو د مهلت پوره کېدو یوه ورځ وړاندې، په زرګونو افغانې کورنۍ د خپل هېواد پر لور روانې شوي دي.
له پاکستان څخه د ۱.۷ میلیون افغان کډوالو د شړلو د مهلت پوره کېدو یوه ورځ وړاندې، په زرګونو افغانې کورنۍ د خپل هېواد پر لور روانې شوي دي.

د پاکستان حکومت شاوخوا ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو ته، چې ویل کیږي په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ (لړم ۱۰) پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي، که نه نو په زور به وشړل شي.

شنونکي وايي، په پاکستان کې اقتصادي بحران، د تاوتریخوالي زیاتوالی او د پاکستان او طالبانو د حکومتونو تر منځ خړې پړې اړیکې د اسلام اباد ددغه اقدام لامل شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو بریدونو له زیاتوالي وروسته، د پاکستان حکومت ویلي چې امنیتي کړکېچ د کډوالو په اړه ددغه تصمیم نیولو ته اړ کړی دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په پیل کې د کډوالو د شړلو دپاره د یوې میاشتې مهلت د اعلانولو پر مهال خبریالانو ته وویل: "د جنورۍ له میاشتې راهیسې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۴ یې د افغانانو له خوا ترسره شوي دي."

پاکستان په کابل کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)" په څېر اورپکو ډلو ته یې، چې په دغو بریدونو کې لاس لري، خوندي ځایونه ورکړي دي.

په اسلام اباد کې میشت سیاسي شنونکي حسن عسکري فرانس پرس ته وویل: "د طالبانو حکومت په خپله خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه په حقیقت کې د پاکستان خبرې نه اوري. پاکستان غواړي چې ددې ډلې مخنیوی وشي خو طالبان د دې توان نه لري او نه غواړي چې دا کار وکړي."

پاکستان همدارنګه هڅه کوي له افغانستان سره پر پوله د تګ راتګ د کنترولولو له لارې پر دغه پوله د قاچاق مخه ونیسي، چې د پاکستاني مقاماتو په وینا، ددغه هیواد اقتصادي بحران لا پسې ژور کوي.

د طالبانو غبرګون

په کابل کې چارواکو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه "ظالمانه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا به يې له اسلام اباد سره اړیکې نورې هم خرابې کړي.

د پاکستان د سولې انسټیټیوټ مشر څېړونکي محمد عامر رانا وویل: "په امنیتي برخه کې د طالبانو له رژیم څخه د پاکستان هیلې پوره شوي نه دي، او پاکستاني چارواکو پریکړه کړې چې وروستی اقدام د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي."

افغانستان ته د کډوالو په ډله ییز ډول ستنول او پر پوله باندې د سوداګرۍ لپاره د قانوني لارو سختیدل، باور کیږي چې د افغانستان په کمزوري اقتصاد باندې چې په نړیوالو مرستو تکیه لري، فشار نور هم زیات کړي.

منتقدین وايي چې افغان کډوال د دواړو حکومتونو تر منځ د لانجې بیه پرې کوي.

افغان کډوال څنګه ستنول کیږي؟

د اکتوبر په پیل کې، د پاکستان حکومت افغانانو ته د میاشتې تر پایه وخت ورکړ چې په خپله خوښه ووځي، یا د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د نیولو او په زور د شړلو سره مخامخ شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کډوالو په کمپونو کې مېشت ډېری افغانان وايي چې پولیسو یې پر کورونو او کاروبارونو باندې چاپې پيل کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې د نومبر د لومړۍ نیټې وروسته، له ناقانونه کډوالو سره جدي برخورد کوي، هغوی به نیول کیږي او د ستنولو مرکزونو ته به لیږل کیږي او له هغه ځای څخه افغانستان ته شړل کیږي.

د پاکستان ددغه خبرداري او نیول کېدو له ویرې، په زرګونو افغان کورنیو د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې ته مخه کړې، او د چارواکو په خبره، پر سرحدي دوازو یې فشار زیات کړی دی.

د کډوالو شړلو ته په پاکستان کې غبرګون

کتونکي وايي چې پاکستانيان په عمومي ډول د بې اسنادو افغانانو د شړلو د پرېکړې ملاتړ کوي، ځکه چې د کډوالو اوږدمهاله شتون د دغه هېواد پر بنسټيزو تاسيساتو باندې بار ګڼل کیږي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په یوه سرمقاله کې د کډوالو د شړلو پرېکړه "غوره اقدام" بلل شوی دی.

په سرمقاله کې لیکل شوي: "که څه هم ناوخته شوی خو اوس هم پر ځای اقدام دی. د حکومت دا ضرب الاجل د پاکستاني چارواکو دپاره یوه ننګونه او مسئولیت دی چې په سمه توګه او لوړه روحیه یې پلی کړې او د ډیرو نورو پرېکړو په څېر یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي."

خو د پاکستان پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او د یو شمېر افغان کډوالو د کورونو د ړنګولو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، یو شمېر پاکستاني فعالانو غوښتنه کړې ده چې کډوالو ته باید وخت ورکړل شي او ښه چلند ورسره وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخ یو شمېر کډوال ښايي "افغانستان ته د بیرته ستنیدو په صورت کې د نیول کېدو او شکنجې په شمول د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ شي."

ولې په میلیونونو افغانان په پاکستان کې اوسیږي؟

پاکستان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد ګڼل کیږي. په افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو پر مهال په میلیونونو افغانانو دغه هېواد ته پناه وړې او هلته میشت شوي دي.

زیاتره دا افغانان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ژوند کوي کوم چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او پښتانه اوسېدونکي یې له افغانانو سره مشترکه قومي وجهه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته تښتېدلي دي.

پاکستان د کډوالو لپاره کورنی قانوني چوکاټ نه لري او د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون یې نه دی لاسلیک کړی، چې له کبله یې افغان مهاجر د پاکستان د بدلېدونکو قوانینو زیانونه ګالي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG