د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه


د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

۱ـ د مشورتي لویې جرګې غړي تلپاتې او باعزتې سولې ته د رسېدو په خاطر د سولې له بهیر څخه چې په هیواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي هر کلی او ملاتړ کوي.

۲ـ جرګه د سولې مذاکراتو د پيل په وړاندې د شته خنډونو د لیري کولو، وینې له توېیدلو څخه د مخنیوي او همدارنګه د وګړو د مصلحت او خیر لپاره د طالبانو د څلور سوو بندیانو دخوشي کېدو نظر تائیدوي.

۳ـ که چیري د بندیانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرنیو بندیانو له هیوادونو څخه تر معتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوندو هیوادونو ته وسپارل شي.

۴ـ دا ډاډ تر لاسه شي چې د دغو بندیانو له خوشي کېدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې بهانې پرته ژر تر ژره پيل شي.

۵ـ جرګه په جدي توګه په هیواد کې د دومداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا څخه متحده ایالاتو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

۶ـ د افغانستان ملت او افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دي ډاډ ورکړل شي، چې له بند څخه خوشي شوي بندیان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دي وڅارل شي.

۷ـ جرګه له طالبانو څخه غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بندیانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بندیان دي ژر تر ژره خوشي کړي.

۸ـ د غوښتې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدي دي خوندي وي چې د خوشي شویو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

۹ـ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هیوادونو له لس وهنو څخه چې د هیواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او یا له تروریستي څخه ملاتړ کوي مخنیوي وکړي.

۱۰ـ جرګه له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی ودروي، او ټول اختلافات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي.

۱۱ـ د سولې بهیر کې باید اسلامي ارزښتونه، د علماو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي، او په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړي شي.

۱۲ـ د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوریت اصل او د اتباعو اساسي حقونه چې د اساسي قانون په دوهم فصل او ددې قانون په نورو موادو کې تسجیل شوي تر پښو لاندې نشي.

۱۳ـ افغان مېرمنې باید له خپلو حقوقي او سیاسي موفق څخه برخمنې وې او د سولې بهیر په ټولو پړاونو کې رغنده رول او مشارکت ولري.

۱۴ـ اساسي قانون یوه ملي وثیقه ده او باید وساتل شي.مګر د اړتیا په صورت کې اساسي قانون په همدې قانون د تعدیل میکانیزم په اساس تعدیل یې ممکن دی.

۱۵ـ د ملي مصالحې عالي شورا په تشکیل کې دي د ملي مشارکت اصل رعایت شي.

۱۶ـ د سولې بهیر دي روڼ وي او د افغانستان خلکو ته دي د دې پروسې په هکله پر وخت معلومات ورکړل شي.

۱۷ـ د هیواد ملي امنیتي ځواکونو څخه دي ملاتړ وشي او لا دې پیاوړې شي.

۱۸ـ له طالبانو سره مذاکراتو په لړ کې پر روښانه میکانیزمونو چې د اجتماعي نظم د تاسیساتو او زیربناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي تفاهم وشي تر څو دخلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.

۱۹ـ د هیواد سره د خیانت په جرم د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د حبس پاته موده دې وبخښل شي، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سر بیره پر دې هغه کسان چې له طالبانو سره داړیکو په تور په جرم محکوم شوي د بخښنې په فرمان کې شامل شي.

۲۰ـ د سولې بهیر ټولو پړاونو کې دې د مېرمنوو حضور پیاوړی شي.

۲۱ـ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو لپاره دې په کور دننه شرایط برابر شي.کنه له دې پرته دې مذاکرات په دریم بې پرې هیواد کې تر سره شي. مذاکرات باید مستمر، او دومداره وي، او په هیڅ دلیل د دغه لړۍ مخه باید ونه نیول شي.

۲۲ـ جرګه له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوي، د جرګې غړي له هیوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په جریان کې او د سولې له تړون څخه وروسته ادامه ورکړي.

۲۳ـ اسلامي هیوادونه او د اسلامي هیوادونو سازمان په ځانګړي ډول ګاونډي هیوادونه دي د افغانستان له خلکو سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه دي ادا کړي.

۲۴ـ دولت باید د سولې د بحثونو د دوام لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه واخلي.

۲۵ـ د مشورتې لویې جرګې وړاندیزونه دي د پرېکړه لیک د ضمیمې په توګه د جمهوري ریاست عالي مقام ته واستول شي تر څو ددغو وړاندیزونو په هکله اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشي.

XS
SM
MD
LG