د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په واک کې ونډه غواړي - خلیلزاد


ټاکل شوې چې بله اونۍ خلیلزاد له طالب استازو سره بیا په قطر کې وګوري
ټاکل شوې چې بله اونۍ خلیلزاد له طالب استازو سره بیا په قطر کې وګوري

زلمی خلیلزاد وايي چې طالبان پوهیږي چې د دوې حکومت ناکام و او اوس غواړي چې په افغانستان کې په واک کې ونډه ولري.

د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي طالبانو ورته ویلي دي چې دغه ډله په واک کې شراکت غواړي.

ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۸) طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل "د شراکت پلويان دي... تېرنظام یې ناکام و، هاغسې چې د مجاهدینو او کمونیستانو نظامونه ناکام وو."

لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دغه ډله لا هم ځان د "افغانستان اسلامي امارت" بولي او مولوي هبت الله آخندزاده "امیرالمومنین" ګڼي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د جنګ د ختمېدو لپاره باید ټول بهرني ځواکونه ووځي او یو بشپړ اسلامي حکومت جوړ شي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې بله اونۍ به بیا له طالب استازو سره په قطر کې خبرې وکړي. هغه هيله وښوده چې د افغان حکومت په مشرۍ د افغانستان د ټولو سیاسي ګوندونو څخه یو"ګډ قوي ملي ټیم" جوړ شي چې په قطر کې د مذاکراتو بل اړخ وي.

دغه امریکایي دیپلومات دا خبره هم وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د آسانتیا په برابرولو او د دغه بهیر په ننګه " مثبت ګامونه اخیستي" او د هغه په خبره په دغه برخه کې د آسلام اباد رول ډېر مهم دی.

XS
SM
MD
LG