د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبانو په عملي ګامونو خبرې پیل کړې


د طالبانو یو استازي عباس ستانکزي امریکا غږ ته ویلي چې د تړون په جزیاتو کار روان دی
د طالبانو یو استازي عباس ستانکزي امریکا غږ ته ویلي چې د تړون په جزیاتو کار روان دی

په قطر کې د امریکا او طالبانو تخنیکي ډلو د سولې د موافقې لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو په اړه خبرې پیل کړي دي.

طالب استازي وایي چې دوی هوکړې ته بیخي نژدې شوي او هیله ښيي چې ژر به یې نهايي کړي.

د دواړو خواو کاري ټیمونو د سه شنبې په ورځ (اګست۶) مازدیګر خبرې پیل کړې. دغه ټیمونه د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې غږیږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ډیلي ته تللی دی. خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغان سولې په اړه د سیمه ایزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره هند ته روان شوی او په قطر کې به یې همکاره ډله طالبانو سره خبرې روانې ساتي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم منلې چې په خبرو کې مثبت پرمختګونه شوي دي او اوس په دې کار روان دی چې "هر څه نهايي" شي.

په دوحه کې د طالبانو استازي عباس ستانکزي د امریکا غږ خبریال، ایوب خاورین ته ویلي دي چې "پرمختګونه شوې دي، خو پر جزیاتو لا هم کار روان دی."

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د طالبانو یو استازی ژر ازبکستان ته ولاړ شي او هلته له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي. تر دې مخکې افغان چارواکي او طالب استازي هم ازبکستان ته تللي و.

XS
SM
MD
LG