د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سفیر: راپورونه وايي ښايي امریکا-طالبان د اګست ۱۳ تړون وکړي


د سولې مذاکراتو د وروستي کیدو احتمال
د سولې مذاکراتو د وروستي کیدو احتمال

په افغانستان کې د پاکستان سفیر په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو خوشبین دی او وایي چې دوی راپورونه اورېدلي چې ښايي، طالبان او امریکا د اګسټ په ۱۳ د سولې ټرون لاسلیک کړي.

د پاکستان سفیر زاهد نصر الله خان نن دوشنبه (اګست ۵) په کابل کې له امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکايانو سره د صادقانه او مؤثرو خبرو لپاره یې طالبان هڅولي او پاکستان په طالبانو نفوذ لري.

ښاغلی زاهد وايي چې دوی په قطر کې د طالبانو پر سیاسي دفتر هم محدود نفوذ لري "هو، موږ محدود نفوذ لرو، دوه میلیون مهاجر په پاکستان کې اوسیږي، ځکه پر طالبانو نفوذ لرو، نه یوازې پر طالبانو بلکې پر افغانستان دا نفوذ په بده معنی نه بلکې، د اړیکو د اهمیت له پلوه دي، دا معنی چې افغانستان هم پر پاکستان نفوذ لري".

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وايي خلیلزاد ورته ویلي چې د سولې تړون به ښه تړون وي، سوله به راولي او له هغې وروسته به بین الافغاني غونډې پیل شي.

ښاغلی زاهد وايي د راتلونکي حکومت جوړښت، په ټولنه کې د طالبانو مدغم کول په قدرت کې شریکدل دا ټول مسایل به افغانان په خپله حلوي.

د اشنا ټلویزیون سره په افغانستان کې د پاکستان د سفیر زاهد نصرالله بشپړه مرکه دلته وګورئ:

په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د اګسټ په ۱۳ لاسلیک شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

بلخوا د قطر په پلازمینې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو د دریمې ورځې لپاره هم دوام وموند.

په دغو مذاکراتو کې د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش خبرې وشوې.

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین ته ویلي چې په دغو خبرو کې پرمختګ شوی، خو نور جزیات یې ندي ورکړې.

ستانکزي دا هم ویلي چې هڅې روانې دي "دا ځل مذاکرات له نتیجې سره پای" ته ورسیږي.

همدا شان په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي هڅې روانې دي چې د سولې مذاکرات له لوی اختر مخکې پای ته ورسیږي "موږ پر همدې کوشش کوو، نورو پړاونو کې مو ډیر پرمختګ کړی دی، اویا، اتیا فیصده پرمختګ شوی دی، کوشش کوو چې وروستي ټکي هم پدې پړاو کې خلاص کړو".

په اتم پړاو مذاکراتو کې تر ټولو لویه مسله له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش خبرې کول دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرې په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG