د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د تاوتریخوالي د کمولو طرحه له سولې د تېښتې په مانا ده


سرور دانش
سرور دانش

افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې د تاوتریخوالي کمېدو طرحه په یو ډول د سولې څخه د تېښتې، خلکو او نړیوالې ټولنې ته د دوکې ورکولو په مانا ده.

ښاغلي دانش وايي تر څو چې د افغان حکومت په مشرۍ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي نه وي او یو پراخ اوربند پلی شوی نه وي، د ښکېلو لورو ترمنځ هیڅ باور او د راتلونکي په اړه هیله مندي نشي پیدا کېدی.

هغه زیاته کړه:"د تاوتریخوالي کمولو طرحه او یا هغه ته ورته بله، یوه ګونګه طرحه ده. دا واقعي سولې څخه یو ډول تېښته ده، او خلکو او نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکول دي."

ښاغلي دانش دا خبرې د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۹مه» په کابل کې (بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب د ستراتیژۍ بیاکتنې) په اړه یوې جوړې شوې غونډې کې وکړې.

نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې ویل کیږي د امریکا او طالبانو ترمنځ په دې خبرې شوې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.

ښاغلي دانش د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د توافقنامې لاسلیک کېدل یو مثبت ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ، چې دغه اقدام به د افغانستان د خلکو هیڅ ستونزه هواره نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:" ښايي متحده ایالات د طالبانو د هغوی د ملاتړو د همدغه توجیهاتو په اساس، د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د یوې هوکړه لاسلیک کولو ته حاضر شي، خو دا به د افغانستان خلکو، چې اصلي اړخ دي، هیڅ ستونزه حل نه کاندي."

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال همدارنګه د سولې په خبرو کې د افغان حکومت، مدني ټولنو، سیاسي احزابو او قومي ډلو پر څنډې ته کولو باندې هم انتقاد وکړ او زیاته یې کړه، چې په داسې حالت کې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل ناممکنه دي.

دانش ګواښ وکړ، هر ډول توافق چې د "اماراتي نظام" او یا بل داسې دیکتاتورنظام چې په هغه کې جمهوريت او د افغانستان د خلکو بشري حقوق نقض شي نه یوازې داچې د سولې طرحه به عملي نشي بلکې په یو بل نوم سره به جګړه لا زور واخلي.

افغان حکومت تېره ورځ هم اعلان وکړ، چې له اوربند پرته د سولې په اړه روانې هڅې به نتیجه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG