د لاس رسي وړ اتصالات

ایا ۲۰۱۹ افغانستان کې د سولې راتلو لپاره دروازې پرانیستلې؟


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي شاوخوا لس ځلې له طالب استازو سره لیدلي
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي شاوخوا لس ځلې له طالب استازو سره لیدلي

متحدو ایالتونو په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړې چې جګړه ختمه شي او سوله راشي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په څه باندې یو کال کې له طالب استازو سره لږ ترلږه لس ځلې په قطر کې لیدلي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهالوېش، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه د طالبانو له لوري ضمانت، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او اوربند خبرې کړي دي.

تر دې دمه لا د دغو خبرو کومه محسوسه نتیجه نه معلومیږي او لا هم په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی روان دی. د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شف په دې باور دی چې طالبان ځکه جنګ نه بندوي چې له امریکا سره نسبتآ په قوي دریځ سره خبرې وکړي.

هغه وايي: "د دغې جګړې اتلس کاله پوره شول او موږ په همدې حال کې سخت دریځ خپل کړ او هاغسې چې مایک پمپیو(د امریکا د بهرنیو چارو وزیر) ویلي په څو ورځو کې یې زرګونه طالبان ووژل. خو بیا هم باید د خبرو میز ته کینو. زه فکر نکړم چې دواړو لوریو ته د تاوتریخوالي زیاتول د سولې مذاکراتو د بیا ورګرځېدو ښه لار وي".

داسې ښکارېدل چې د ۲۰۱۹کال د سپتمبر په میاشت کې امریکا او طالبان د سولې ممکنه تړون ته نژدې شوي وو، خو په کابل کې پر امریکايي ځواکونو د طالبانو ځانمرګي برید، چې یو سرتېری یې وواژه، ولسمشر ټرمپ دې ته اړ کړ چې دا خبرې بندې کړي.

له دغې پېښې وروسته د کانګرس ځینو غړو زلمی خلیلزاد وروباله چې د سولې د خبرو په اړه ورته معلومات ورکړي. د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ خبرو کې افغان حکومت نشته. خو د متحدو ایالتونو د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی مایکل والتز په دغو خبرو کې د افغان حکومت ګډون "یو مطلق ضرورت" ګڼي.

هغه امریکا غږ ته وویل: " ما ښکاره او په لوړ غږ دا خبره کړې ده چې د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت ګډون مطلق ضرورت دی. که طالبان یې نه مني، دا د هغوی ستونزه ده. "

د امریکا د کانګرس ځینې نور غړي هم د ښاغلي والتز نظر تائیدوي. د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند غړې کریسي هولاهن امریکا غږ ته وویل:" زما په باور دا یو طرفه بهیر دی. باید د مشخو کسانو پر ځای ډېر اړخونه په کې ګډ کړل شي. زه فکر کړم چې په مذاکراتو کې باید نور اړخونه هم دخیل شي".

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې واک ته تر رسېدو مخکې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه به ختموي او خپل ځواکونه به بېرته راستنوي.

د هغه دا دوره تقریبآ په بشپړېدو ده او د ۲۰۱۹کال تر پای پورې داسې نه ښکاري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې د سولې تړون ته لار پرانیزي.

څو اونۍ مخکې ولسمشر ټرمپ ناببره افغانستان ته ولاړ او هلته یې په بګرام کې له ولسمشر غني او امریکایي ځواکونو سره ولیدل. له دغو خبرو څو ورځې وروسته زلمي خلیلزاد او طالب استازو بیا په قطر کې د سولې خبرې پيل کړي.

خو دا خبرې لا روانې وې چې طالب وسله والو د بګرام پر هوايي اډې ډله ایز بریدونه وکړل او یو شمېر خلک یې ووژل او ژوبل کړل.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت و.

هغه په خپل ټویټر کې ولیکل: " نن مې له طالبانو سره د ملاقات په ترڅ کې پر بګرام د پروني برید په اړه، چې په کې دوه کسه ووژل شول او لسګونه ملکيان ټپیان شول، سخته غوسه څرګنده کړه.‌ طالبان باید وښيي چې دوي غواړي او کولاې شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي. موږ لنډه وقفه اخلو تر څو دوي له خپل مشرتابه سره د دې مهمې موضوع په اړه سلا مشوره وکړي."

XS
SM
MD
LG