د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د جي۲۰ ډلې د هیوادونو غونډې ته زیلینسکي او پوتین وربللي 


د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د جمعې په ورځ اپریل ۲۹ (غوایي ۹) وویل چې د روسيې او اوکراین ولسمشرانو ته یې بلنه ورکړې چې د جي۲۰ ډلې په نامه د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه غونډه د روان کال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا په بالي کې وشي.

د اندونیزیا ولسمشر ویدودو وویل: "ما د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته د جي۲۰ ډلې د هیوادونو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده."

ښاغلي ویدودو زیاته کړه چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په خاطر د روسیې د ګډون د مخنیوي لپاره د لویدیځو هیوادونو د فشارونو وروسته، موافقه وشوه چې روسیه هم کولای شي پدې غونډه کې برخه واخلي.

پدې ترڅ کې د روسیې ولسمشر د یوې وینا په ترڅ کې چې په مستقیمه خپریدله وویل د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو، سره یې ټیلیفوني خبرې درلودې او د جې۲۰ هیوادونو په غونډه کې د هغه بلنه یې منلې ده چې د بالي په جزیره کې جوړیږي.

روسیه د جي۲۰ هیوادونو په ډله کې شامله ده، خو اوکراین ددې ډلې غړی ندی. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پدې غونډه کې د ولسمشر زیلینسکي د شتون وړاندیز کړی دی.

په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اندونیزیا د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو تر فشار لاندې وه چې په پرله پسې توګه یې له اندونیزیا غوښتل چې پدې غونډه کې د روسیې د ګډون مخه ونیسي.

خو جاکارتا تل ټینګار کاوه چې هغوی د کوربه په توګه غواړي خپل ناپیلتوب وساتي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په یو ټویټر لیکلي وو چې د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو، سره له یو ټیلیفوني تماس وروسته هغه ته بلنه ورکړل شوه چې د جي۲۰ هیوادونو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG