د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: امریکا او ناټو باید کیف ته د وسلو ورکړه ودروي  


د چین دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي لسمه) راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له امریکا او ناټو څخه غوښتي چې کیف سره د وسلو مرستې بندې کړي.

د فرانس پرس اژانس رپوټ ورکړی چې د چین دولتي رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف له قوله ویلي، که غرب د مذاکراتو له لارې د اوکراین د جګړې هواری غواړي په لومړي ګام کې باید له هغه هیواد سره خپلې نظامي مرستې بندې کړي.

لاوروف وویل:" که امریکا او ناټو واقعا د اوکراین د کړکیچ هواری غواړي، لومړی باید هغوی بیداره شي او د کیف رژیم ته د وسلو ورکړه بنده کړي."

کرملین هم تر دې وړاندې ویلي وو چې د غرب له خوا اوکراین ته نظامي تسلیحاتو ورکړه، د اورپا امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.

پر اوکراین د روسیې له برید څخه د څه باندې دوو میاشتو‌ په تیریدو او د لنډ وخت لپاره د کیف د نیولو لپاره د مسکو د هڅو په ناکامیدو سره اوس هغه هیواد د اوکراین په شرق کې د دونباس سیمې ته خپله پاملرنه اړولې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د چین دولتي‌ رسنۍ ته همداشان ویلي چې:" خاص عملیات د پروګرام سره سم پر مخ ځي."

چین پر اوکراین د روسیې د برید له غندلو ډډه کړېده او تل یې له مسکو سره د خپلې کلکې ملګرتیا دفاع کړې ده. چینایي رسنۍ هم تل د اوکراین په جګړه کې د روسیې موقف ته خبري پوښښ ورکوي.

د امریکا متحده ایالات غواړي‌ چې له اوکراین سره د ډیرو نظامي‌ تجهیزاتو په کمک او همدارنګه پر مسکو د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره پر روسیې فشار راوړي څو د اوکراین جګړې ته د‌ پای ټکی کیږدي.

لاوروف وایي روسیه کولی شي د ممکنو غیرقانوني خصومتونو په وړاندې د ځان د ساتلو لپاره خپل اقتصاد بیا ورغوي.

په دې وروستیو کې د متحدو ایالتونو د عدلیې وزیر مریک ګارلنډ د جمهور رئیس بایډن له حکومت څخه وغوښتل څو له کانګرس څخه وغواړي‌ چې په قانون کې په تعدیلاتو سره، عدلیې وزارت ته واک ورکړي چې په سادګۍ سره د روسي چارواکو او شرکتونو شتمنۍ کنګل کړي.

واشنګټن پر اوکراین د روسیې د برید سره سم د پوتین پر نږدې بډای کسانو هم بندیزونه لګولي دي.

د چین دولتي رسنۍ د راپور پر اساس، په داسې حال کې چې غرب پر روسیې ډیر بندیزونه لګولي دي، لاوروف ویلي مسکو هڅه کوي پر ډالرو راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي، پر وارداتو اتکا کمه کړي او د خپلې ټکنالوژۍ د صنایعو استقلال پیاوړی کړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره میاشت اعلان وکړ چې "غیر دوستانه" بهرني خریداران باید د ګازو پیسې د ډالرو او ایرو پر ځای په روبل ورکړي.

XS
SM
MD
LG