د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزارت سودان سره نږدې پوځ ځای پر ځای کوي


په سودان کې د حکومت او ملیشو تر منځ جګړې کې تر اوسه څه باندې ۳۳۰ تنه وژل شوي.
په سودان کې د حکومت او ملیشو تر منځ جګړې کې تر اوسه څه باندې ۳۳۰ تنه وژل شوي.

د متحده ایالاتو دفاع وزرات ویلي سودان سره نږدې نظامي ځواکونه ځای پر ځای کوي چې د اړتیا په صورت کې د دې هیواد د پایتخت خرطوم څخه د امریکا د سفارت د مامورینو په تخلیې کې مرسته وکړي.

د پنټاګان په اعلامیې کې چې پنجشنبه اپریل ۲۰ (وري۳۱( یې خپره کړې ویل شوي چې په افریقا کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ په سودان کې وضعیت څاري او د بیلا بیلو احتمالي حالاتو لپاره عملي پلانونه لري.

په اعلامیې کې راغلي ، " د پالیسۍ او امنیتي مسایلو سره سم مونږ د راتلونکو احتمالي عملیاتو په هکله نظر نه ورکوو".

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې متحده ایالات خپل سرتیري په کوم هیواد کې ځای پر ځای کوي.

واشنګټن داسې مهال د سودان څخه د سفارت د مامورینو د ایستلو لپاره د دې چمتووالي خبر ورکوي چې پدې هیواد کې د حکومتي ځواکونو او ملیشو تر منځ په جګړوې کې لږ تر لږه ۳۳۰ کسان وژل شوي.

امریکا د دواړو خواوو څخه د جګړې بندولو او خبرو اترو ته د ستنیدو غوښتنه کړې.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا د سودان د دوو جګپوړو جنرالانو مسؤلیت دی چې د ملکیانو او هغوي چې جګړې کې ښکیل ندي، خوندي کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، د سولې د ټینګولو لپاره جدي کار کوي، خو دا یې ونه ویل، چې که د جګړې ښکېلې خواوې دغو غوښتنو ته غوږ ونه نیسي، پایلې به یې څه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین هم تیره ورځ د سوډان د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل‌ چې اوربند وکړي څو "سودانیان وکولای شي‌ له خپلو کورنیو سره یوځای شي" او د ارامې ساه واخلي.

ښاغلي بلنیکن د خپلو خبرو په هکله وویل، " بلینکن وویل: " ما جنرالانو [عبدالفتاح] برهان او همدتي [جنرال محمد حمدان دقلو] ته زنګ وواهه او له هغوی مې وغوښتل چې د ۲۴ ساعته اوربند سره موافقه وکړي ترڅو سودانیانو ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه له خپلو کورنیو سره یوځای شي او د اړتیا وړ مرستو ته لاسرسی پیدا کړي".

جنرال البرهان په ۲۰۲۱ کې د کودتا په ترڅ کې د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته د سودان د واکمنې شورا مشر شو او جنرال دقلو په دغې شورا کې د البرهان مرستیال دی. خو وروسته بیا د یو بل مخالف شول. د دې میاشتې په پیل کې لاریون کوونکي وروسته له هغه د خرطوم واټونو ته راووتل چې د ملکي حکومت د واک د انتقال لپاره خبرې په ټپه ودریدلې.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د سودان په پایتخت کې د جګړې له کبله د خلکو ګرځیدل راګرځیدل ګران شوي چې له کبله یې ډاکټران او د روغتیایي چارو کار کوونکي نشي کولی خلکو ته خدمات برابر کړي.

XS
SM
MD
LG