د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سودان په جګړه کې لږترلږه ۲۰۰ کسان وژل شوي


د سټلایټ انځورونو او ویدیوګانو کې ښکاري چې د خرطوم هوايي ډګر کې الوتکې سوځي او نژدې روغتون هم اور اخیستی.
د سټلایټ انځورونو او ویدیوګانو کې ښکاري چې د خرطوم هوايي ډګر کې الوتکې سوځي او نژدې روغتون هم اور اخیستی.

په سودان کې د پوځ او یوې ملیشه ډلې ترمنځ د واک په سر جګړه د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د درېیمې پرله پسې ورځې دپاره دوام درلود چې له امله یې د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره، لږترلږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۸۰۰ ډیر ټپي شویدي.

په سودان کې د ملګرو ملتونو استازي ولکر پرتیس د روان تاوتریخوالي په اړه وویل: "روان وضعیت په بیړه بدلون مومي او ډېره ستونزمنه ده چې ووایو دا حالت پر کومه خوا روان دی."

د اوربند دپاره د روانو هلوځلو سره سره، دواړو اړخونو د جګړې بندولو ته تیاری نه دی ښودلی.

د پلازمینې خرطوم او ور څېرمه ښار اومدوران شاوخوا روانه جګړه د یکشنبې شپې راهیسې شدیده شوې چې جنګي الوتکې، درنې وسلې، توپونه او زغروالې موټرې پکې کارول کیږي.

د سودان د ډاکټرانو ټولنې ویلي داسی ښکاري چې دواړو متخاصمو ډلو د پلازمینې پر لور په لسګونو زره تازه دمي جنګیالي سوق کړي دي.

نښته د شنبې په ورځ د جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو ترمنځ، چې د چټک ملاتړ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر دی، له څو اوونیو ژوورو اختلافات وروسته پیل شوه.

په سودان کې د بریتانیې پخواني سفیر ویلیم پیټي ویلي دواړه ځواکمنې خواوې هڅه کوي واک ترلاسه کړي. نوموړي وویل: "دواړو غاړو خپلو هغو اهدافو ته ډیر لږ عملي کار کړی چې له مخې یې ادعا کوي د سوداني انقلاب له لارې به ملکي خلکو ته د واک په سپارلو لوی بدلون راولي. خو کیسه تل برعکس وه. زه هیڅ شک نلرم چې دو به تر هغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي ترڅو داسې پایلې ته ورسیږي چې پوه شي د پوځي زور له لارې يي نشي ګټلی."

چارواکو ویلي په وژل شویو کسانو کې د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي هم شامل دي.

د سټلایټ انځورونو او ویدیوګانو کې ښکاري چې د خرطوم هوايي ډګر کې الوتکې سوځي او نژدې روغتون هم اور اخستی.

د امریکا متحده ایالتونو د دوشنبې په ورځ په سودان کې د هر څه ژر اوربند غوښتنه وکړه.

چین، روسیې، مصر، سعودي عربستان، د ملګروملتونو امنیت شورا، اروپايي او افریقايي ټولنو هم د جګړې د ژر بندولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG