د لاس رسي وړ اتصالات

ویلسن طالبانو ته: تاوتریخوالی پای ته ورسوئ او د خبرو میز ته راشئ


د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې، په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) په خپل ټویټر کې لیکلي: "لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي".

ښاغلي ویلسن دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس څرګندونو ته په اشارې چې د جون په ۲۲ یې کړي ویلي دي چې نړۍ به په افغانستان کې په زوره د یو تحمیلي حکومت راتلل ونه مني.

کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د سولې میز ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو غږ کړی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هره ورځ د ملکیانو په ګډون د جګړې ښکېلو خواو ته درنه مرګ‌ژوبله اړوي.

د افغان چارواکو په وینا دا مهال د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په شاوخوا دوو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ د دواړو خواو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر روان امنیتي وضعیت او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ بللی دی.

جنرال میلر ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی چې له نظامي لارې واک ته رسېدل د هېچا په ګټه نه دی.

دغه امریکايي جنرال خبرداری ورکړی چې د افغانستان د پوځ د محاصره شویو سرتېرو د ملاتړ لپاره د ملېشو استول به کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي.

جنرال میلر ویلي که طالبان خپل یرغلیز بریدونه بند کړي په هغوی باندې به د هوايي بریدونو کچه «صفر» ته راټیټه شي.

بل خوا په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي او دواړه خواوې په دغو مذاکراتو کې د خنډ ملامتي په یو او بل اچوي.

XS
SM
MD
LG