د لاس رسي وړ اتصالات

ټول جرمني سرتیري له افغانستان څخه ووتل


جرمني سرتیري
جرمني سرتیري

د جرمني د دفاع وزیرې ویلي چې په افغانستان کې وروستي پاتې جرمن سرتیري پرون سې شنبه له دغه هیواد څخه په خوندي ډول ووتل.

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرمپ کارینباور د جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ټولو سرتیرو په وتلو سره نن شپه په افغانستان کې د جرمني سرتیرو ۲۰ کلن ماموریت بشپړه شو.

نوموړې د ۲۰۰۱ کال له پيل نه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې د خپلو سرتیرو خدمت ستایلی او د لاسته راوړنو ډک یې بللی دی.

تر دې مخکې د جرمني دفاع وزارت ویلي چې خپل ځواکونه به د راتلوونکي جولای میاشتې پر څلورمه له افغانستان څخه وباسي.

جرمني د ۱۱۰۰ سرتیرو په لرلو سره د امریکا د متحده ایالاتو وروسته د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې ډیر سرتیري لرل. جرمني سرتیري تر ډیره د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې دیره وه.

له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو سرتیرو د وتلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اساس ټاکل شوې دغه بهیر د راتلوونکي سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG