د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال افغانستان کې ۲۵۰۰ ټنه سره املوک تولید شوي دي


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې دغه هېواد کې د سرو املوکو حاصلات له ۲۵۰۰ مټریک ټنو نه ډېر شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې سره املوک یو د هغو میوو له ډلې دي چې افغانستان کې یې کرکېله مخ پر ودې ده.

ددې وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) امریکا غږ ته وویل: "په عمومي ډول سږ کال له ۲۵۰۰ ټنو نه ډېر سره املوک په افغانستان کې تولید شوي‌دي."

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر هجري لمریز کال کې افغانستان ۲۳۰۰ مټریک ټنه سره املوک تولید کړي و.

لغمان، بلخ، ننګرهار، تخار او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېر املوک پکې تولیدیږي.

له بلې خوا د ننګرهار د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویلي چې په روان کال کې دغه ولایت کې پر ۶۰۰ جریبو ځمکې باندې د املوکو د ونو بڼونه جوړ شوي دي.

د دغه ریاست مشر انعام الله صافي ویلي چې دغه ولایت کې د املوکو ۲۴ بېلابېل ډولونه ونې شته او بڼونه یې هر کال د پراخېدو په حال کې دي.

سره املوک په افغانستان کې نوې مېوه نده خو کرکېله یې تر پخوا میکانیزه شوې او بڼوال په دې هڅه دي چې د یادې مېوې د تولید کچه پراخه شي.

XS
SM
MD
LG