د لاس رسي وړ اتصالات

فایزر: د کروناویروس ضد واکسین مو ۹۰ فیصده ګټور دی


د فایزر درمل جوړولو شرکت ویلي چې ددې شرکت د کروناویروس ضد واکسین د ازموینو اطلاعات ښیي چې دغه واکسین پر کوویډ۱۹ باندې د اخته کیدو د مخنیوي لپاره ښایي ۹۰ فیصده ګټور وي.

فایزر د دوشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) ویلي دي چې د واکسین د دوهم دوز د پیچکاري کولو یوه اونۍ وروسته او ددې واکسین د لومړي دوز څخه ۲۸ ورځې وروسته ۹۰ فیصده رضاکارانو د کروناویروس د وبا پر وړاندې معافیت ترلاسه کړی دی.

د فایزر شرکت مرستیال بل ګروبر، وویل چې ددې شرکت واکسین هیله بخښونکی دی او د هغه په وینا په هیڅ یو رضاکار کې جدي جانبي عوارض ندي رامنځ ته شوي.

د جورج ټاون پوهنتون استاد جیسي ګوډمن، وایي که څه هم چې ددې واکسین نتیجې هیله بخښونکي دي، ډیر سوالونه بې ځوابه پاته دي لکه د واکسین تاثیر څومره دوام کوي او ایا د ځوانانو او زړو لپاره یو شان معافیت رامنځ ته کوي.

خو مقاماتو ویلي دي چې داسې نه بریښي چې دغه واکسین دې د کال تر پایه ټولو خلکو ته عرضه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د خوراک او درملو د تنظیم د ادارې د مقرراتو پر اساس د هر واکسین نتیجې باید لږ تر لږه پر ۳۰ زره رضاکارانو باندې وارزول شي چې په کې زاړه، ماشومان، ځوانان او هغه کسان چې له ګواښ سره مخامخ دي شامل وي تر څو پر ټولو باندې د تطبیق لپاره اجازه ورکړل شي.

د فایزر شرکت چې تر اوسه یې خپل ازمایشي واکسین په متحده ایالاتو او پنځو نورو هیوادونو کې پر ۴۴ زره رضاکارانو باندې تطبیق کړی دی ویلي دي چې د روانې میاشتې تر پایه ټول هغه اقدامات چې د امریکا د خوراک او درملو د تنظیم اداره پرې ټینګار کوي ترسره کړي.

د فایزر شرکت واکسین چې د جرمني د بیو ان تیک د شرکت سره شریک جوړ شوی د کروناویروس ضد لسو واکسینونو له ډلې څخه دی چې د ازمایلو په وروستي پړاو کې دي.

هغه شرکتونه چې واکسینونه یې په وروستي پړاو کې دي له حکومتونو غواړي چې ددغو واکسینونو بیړني تطبیق ته اجازه ورکړي، خو د امریکا د خوراک او درملو د تنظیم ادارې تیره میاشت ددې واکسین د بیړني تطبیق سره مخالفت وکړ او وویل چې پراخې څیړنې باید وشي او لومړی باید د واکسین موثریت په بشپړه توګه ثابت شي او بیا واکسین د ټولو لاس رسي ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG