د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د نفوذ پر وړاندې مقابله؛ امریکا او فلیپین ستر ګډ پوځي تمرینونه کوي 


د فیلیپین او متحده ایالاتو مقاماتو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) وویل، فیلیپین او متحده ایالات به په راتلونکې میاشت کې خپل تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

دا پداسې حال کې دي چې دغه دوه اوږمهاله متحدین په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې د مبارزې هڅه کوي.

په مجموعي توګه به ۱۷۶۸۰ سرتیري پدغو کلنیو تمرینونو کې برخه واخلي او د لومړي ځل لپاره به د جنوبي چین په لانجمن سمندرګي او د تایوان په جنوب ۳۰۰ کیلومترۍ کې د فلیپین په کوچني ټاپو کې دفاعي تمرینونه ترسره کړي او متحده ایالات به د پیټریوت میزایلو څخه هم کار واخلي.

د متحده ایالاتو او فلیپین ځواکونه به د پالاوان په ټاپو کې له سمندر څخه وچې ته د ننوتلو عملیات هم ترسره کړي، هغه ځای چې د بیجینګ او مانیلا لپاره د اشتغال نقطه ده.

ددغو تمرینونو لپاره د فلیپین ویاند ډګروال مایکل لوګیکو وویل د ټولو هیوادونو پوځیان د پوځي تمرینونو د کولو حق لري او په وینا یي "دا تمرینونه د جګړې لپاره زمونږ د چمتووالي یوه برخه ده."

ددې عملیاتو اعلان په داسې حال کې کیږي چې څه کم شپږ اونۍ مخکې مانیلا او واشنګټن د چین په جنوبي سمندرګي کې ګډو ګزمو کولو او همداشان امریکایي ځواکونو ته ددې هیواد څلورو نورو پوځي اډو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د امریکا سره د فیلیپین اړیکړ د فیلیپین د پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د واکمنۍ پر وخت خرابې شوې وې او اوس ولسمشر بونګبونګ مارکس د هغه د بیا رغولو هڅه کوي.

په تایوان باندې د چین فشارونه او د جنوبي چین په اوبو کې د اډو جوړولو واشنګټن او مانیلا د خپل شراکت د پیاوړي کولو لپاره هڅولي دي.

نوي پوځي تمرینات به د اپریل له ۱۱ څخه تر ۲۸ نیټې پورې دوام وکړي چې په کې به ۱۲زره امریکايي پوځیان، شاوخوا ۵۰۰۰ فلیپیني او ۱۱۱ استرالیايي پوځیان برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG