د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین سمندري ادعاوې بې بنسټه وبللې


په سینګاپور کې د ستراتیژیکو څیړنو په انستیتوت کې د لویډ استن وینا
په سینګاپور کې د ستراتیژیکو څیړنو په انستیتوت کې د لویډ استن وینا

د امریکا د دفاع وزیر لویډ استن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) په سینګاپور کې په یوه وینا کې وویل چې د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ پراختیايي ادعاوې په «نړیوال قانون کې اساس» نلري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر دغه څرګندونې جنوب ختیځې اسیا ته د خپل سفر په پیل کې پداسې حال کې کړي چې په سیمه کې د امریکا متحدین د چین په وړاندې سره یو ګړي.

د فرانس پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن اداره غواړي د اسیایي هیوادونو سره خپلې اړیکې تازه کړي او د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د اټکل نه کیدونکې دورې وروسته د چین په وړاندې ایتلاف رامنځ ته کړي.

ښاغلي استن په سینګاپور کې د خبرو په وخت کې د چین په جنوبي لانجمن سمندر کې د چین فعالیتونه وغندل؛ چیرته چې بیجینګ د څو اسیایي هیوادونو سره ارضي شخړې لري.

د امریکا د دفاع وزیر د ستراتیژیکو څیړنو په انستیتوت کې په وینا کې وویل «د چین د جنوبي سمندر د پراخ اکثریت په اړه د بیجینګ ادعاوې د نړیوال قانون له مخې اساس نلري» او زیاته یې کړه چې «دا ادعا په سیمه کې د نورو هیوادونو حاکمیت تر پښو لاندې کوي.»

ښاغلي استن وویل متحده ایالات به د هیوادونو سره د هغوی د حقونو په دفاع کې مرسته وکړي.

چین د منابعو له درکه د بډای ټول جنوبي سمندر د مالکیت ادعا لري. هر کال ددې لارې د تریلیون ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه تیریږي او برونای، مالیزیا، فلیپین، تایوان او ویتنام هم پدې سیمه کې د چین سره د مالکیت ادعاوې لري.

بیجینګ پدې ملامتیږي چې دغه سیمې ته یې د کښتیو ضد میزایلو په ګډون پوځي تجهیزات لیږدولي دي او د نړیوالې محکمې د ۲۰۱۶ کال پریکړه یې له پامه غورځولې چې د سیمې په ټولو اوبو باندې د چین د مالکیت ادعا بې اساسه ګڼي.

XS
SM
MD
LG