د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې پنځه کسان په رڼا ورځ د یوې زرګرۍ د لوټلو په تور ونیول شول


پاریس کې په پنځو نیول شویو کسانو باندې تور دی چې د "پېژې" په نوم زرګرۍ څخه یې د شاوخوا ۱۵ میلیونو ډالرو زیورات او قیمتي ساعتونه غلا کړي دي.
پاریس کې په پنځو نیول شویو کسانو باندې تور دی چې د "پېژې" په نوم زرګرۍ څخه یې د شاوخوا ۱۵ میلیونو ډالرو زیورات او قیمتي ساعتونه غلا کړي دي.

د فرانسې پولیسو پنځه تنه په دې تور نیولي چې په رڼا ورځ یې په پایتخت پاریس کې یوه زرګري لوټلې ده.

پر نیول شویو کسانو باندې تور دی چې د اګست په لومړۍ یې د "پېژې" په نوم زرګرۍ څخه د شاوخوا ۱۵ میلیونو ډالرو زیورات او قیمتي ساعتونه غلا کړي دي.

څارنوالانو وویل چې دغه زرګري ماسپښین مهال لوټل شوې او پکې د یوې ښځې په شمول درې کسانو په مستقیم ډول لاس درلود چې لږ تر لږه یو تن یې وسله وال و.

د پېښې پر مهال څوک نه دي ژوبل شوي.

دا زرګري د پاریس په مرکزي برخه کې د "ریو دې لا پایکس" په سیمه کې د وینډوم ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. دا سیمه د قیمتي توکو د مغازو په لرلو مشهوره ده.

پولیسو د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې پنځه شکمن کسان ونیول.

په نیول شویو کسانو کې ۶۶ کلن عیسی بن جبار هم شامل دی. نوموړی تورن دی چې په فرانسه کې یې ډیرې نورې قیمتي مغازې هم لوټلي دي.

د پاریس د وینډوم ماڼۍ شاوخوا سیمه کې د مغازو لوټل عام دي.

د اپریل په میاشت کې، په موټرسایکل سپرو درې تنو په همدې سیمه کې د بولګاري له مشهورې زرګرۍ څخه د میلیونونو یورو زیورات وتښتول.

د پېژې مغازه په سویس کې تاسیس شوې، قیمتي زیورات او ساعتونه پلوري چې د ځینو توکو قیمت یې لسګونه زره یورو دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG