د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د مسلمانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی – څیړنه


ارشیف: په یونان کې مسلمان مهاجر
ارشیف: په یونان کې مسلمان مهاجر

یوه نوې څیړنه وایي که اروپا ته د ټولو مهاجرتونو مخه هم ونیول شي بیا هم په څو راتلونکو لسیزو کې د ملسمانانو نفوس په کې مخ په زیاتیدو دی.

د پیو په نامه څیړنیز مرکز په خپله څیړنه کې په اروپا کې تر ٢٠٥٠ پورې د مسلمانانو د نفوس د اټکل لپاره د ارزونې درې طریقې انتخاب کړې دي.

ددې څیړنې د ټولو ارزونو اساسي برخه هغه ٢٥،٨ میلیونه مسلمانان دي د ٢٠١٦ کال راهیسې په اروپا کې اوسیږي.

د پیو څیړنیز مرکز وایي که مسلمانان نور اروپایي هیوادونو ته "مهاجرت" هم ونه کړي اټکل کیږي چې تر ٢٠٥٠ کال پورې به په دې وچه کې د هغوی شمیر ٣٠ میلیونو ته ورسیږي. دا شمیره د اروپا د نفوس ٧،۴ فیصده کیږي.

څیړونکي د مسلمانانو د نفوس د ډیریدو یو دلیل د اروپایانو په پرتله د مسلمانانو په منځ کې د زیږیدنو د شمیر زیاتوالی ښیي.

د پیو تحقیقاتی مرکز وایي کچیرې مسلمانان په متوسطه توگه مهاجرت ته دوام ورکړي په ٢٠٥٠ کې به یې نفوس ٥٨،٨ میلیونو ته ورسیږي چې په دې صورت کې به مسلمانان د اروپا د نفوس ١١،٢ فیصده شي. دا مرکز وایي چې د مهاجرت دغه بڼه به په منظمه توگه دوام وکړي او زیات خلک به د پناه غوښتنې لپاره نه بلکه د اقتصادي ستونزو، تحصیل او کورنیو اړیکو په ارتباط اروپا ته مخه کړي.

همداشان ویل شوي دي چې د ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو په څیر اروپا ته د زیات شمیر مسلمانو مهاجرو د ورتگ د دوام په صورت کې به د اټکل له مخې یقیناً د مسلمانانو شمیر ٧٥ میلیونو ته ورسیږي چې دا تر ٢٠٥٠ پورې ١۴ فیصده زیاتوالی ښیي.

زیات شمیر مسلمانان په جرمني او سویډن کې اوسیږي

د پیو څیړنه دې نتیجې ته رسیدلې چې د مهاجرت د لوړې کچې سره سره به "په اروپا کې د مسلمانانو شمیر د مسیحیانو او هغو خلکو په اندازه ډیر کم وي چې د هیڅ مذهب پیرو نه دي".

دا څیړنه د نفوس شمیرنې او سروی گانو د اسنادو په بنسټ د اروپا په ٣٠ هیوادونو کې شوې ده چې ٢٨ یې د اروپایي اتحادیې غړي دي.

څیړنه اټکل کوي او وایي په داسې حال کې چې تیرکال په جرمني کې د مسلمانانو نفوس ٦ فیصده و، تر ٢٠٥٠ پورې به دا شمیر ٢٠ فیصدو ته لوړ شي. په سویډن کې بیا په ٢٠١٦ کې د مسلمانانو شمیر د هغه هیواد د نفوس اته فیصده و چې د اټکل له مخې به د ٢١ پیړۍ تر پایه دا شمیر ٣١ فیصده شي.

اروپا ته په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې د زیات شمیر تازه مهاجرو له تگ وروسته د مسلمانانو مهاجرت په اروپایي هیوادونو کې یوه توده او حساسه سیاسي موضوع شوې ده.

XS
SM
MD
LG