د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پستې د میکانیزه کولو هڅې


د افغانستان شمالي، شمال ختیځ او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې د پستې للمي ځنګونه شته
د افغانستان شمالي، شمال ختیځ او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې د پستې للمي ځنګونه شته

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په وروستیو درې کلونو کې د دغه هېواد په یو شمېر شمالي او مرکزي ولایتونو په ۱۲۰ ولسوالیو کې یې پر ۳۵ زره جریبه ځمکې باندې د پستې بڼونه جوړ کړي دي.

د دغه وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل چې پخوا په افغانستان کې د پستې باغونه نه وو او د دغې مېوې حاصل د ځنګلونو له ونو نه ترلاسه کېده.

اکبر رستمي نن چهارشنبه وږی پنځمه (اګسټ ۲۶) امریکا غږ ته ویل: "سږ کال یوازې د سمنګان د پستې نویو جوړ شویو بڼونو نه ۶۹ زره ټنه حاصل ترلاسه شوی دی."

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې ټول سمنګان کې له ۵ زره جریبو دېرې ځمکې باندې د پستې بڼوڼه جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان شمالي، شمال ختیځ او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې د پستې للمي ځنګلونه شته. خو په میکانیزه ډول د دغه هېواد په ۲۰ ولایتونو کې بڼونه جوړ شوي دي.

که څه هم د افغانستان د پستې کیفیت ډېر لوړ دی او د خاورې ډېره برخه یې د یادې مېوې د کرکېلې وړتیا لري خو اوس هم دغه هېواد د پستې په برخې کې پر ځان بسیا نه دی.

اکبر رستمي وايي: "اوسني تولید باندې د کورني اړتیا یوه برخه پوره کیږي."

هغه زیاته کړه د پستې د بڼوڼو جوړولو او پراخولو باندې هیله مندي شته چې د دغې مېوې تولید او بهر ته صادرول ډېره وده وکړي.

XS
SM
MD
LG