د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو اکثریت قرباني ماشومان خوارځواک دي– روغتیاپالان


د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر روغتیاپالان وايي دا چې په هره کورنۍ کې د ماشومانو شمېر ګڼ دی نو یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته سمه رسیدګي نه شي کولای چې یا خوار ځواکي وي او یا هم په ناروغیو اخته کیږي.

ډاکټران وايي په دې وروستیو کې د ماشومانو د خوارځواکي ستونزه زیاته شوې او له همدې امله په ختیځ کې هغه ماشومان چې په ګوزڼ اخته شوي دي اکثره یې خوارځواکي وو او د خوارځواکۍ له امله ماشومان په نورو ګڼو ناروغیو اخته کیږي.

روغتیاپالان وايي په یو شمېر کورنیو کې د ماشومانو شمېر زیات دی چې خوړو او روغتیا ته یې سمه پاملرنه نه کیږي، چې له امله یې په خوارځواکي اخته کیږي او خوارځواکي ماشومان په آسانه په ناروغیو اخته کوي.

د ختیځې سیمې یو ډاکټر، عبید الله امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وایي کورنیو ته په کاري دي تر څو د خپلو ماشومانو روغتیایي رژیم ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو خوار ځواکي نه شي او پر ګوزڼ او نورو ناروغیو اخته نه شي.

نوموړي وویل: "د نورې نړۍ په پرتله افغانستان کې د ماشومانو د وجود مقاومت د ساري ناروغیو په وړاندې ځکه کمزوری دی چې تر ډېره په یو کورنۍ کې د ماشومانو شمېر له خپلې اندازې زیات وي، د خوراک او نورو اړتیاوو لپاره یې د کورنۍ غړي هغه ډول رسېدنه نه شي کولی چې په کار ده او د ماشومانو ژوند له خوارځواکۍ ژغوري."

هغه زیاته کړه، له همدې امله که وګوره وروستیو کې په ختیځ زون کې د پولیو په ناروغۍ اخته ماشومان تر ډېره خوارځواکي دي، د دوی وجود هغومره د ساري ناروغیو او یا هم ګوزن په وړاندې مقاومت نه شو کولی چې د سالمو ماشومانو وجود یې کوي.

یوه بله ډاګټره، ګل غوټۍ هم په دې باور ده چې د ماشومانو د ناروغیو یو عمده ستونزه د ځینې کورنیو لخوا دوی ته منظم خوراکي رژیم نه موجودیت دی، هغه وايي په اکثره کلیوالو سیمو کې میندې زیات ماشومان زیږوي چې بیرته پوره رسیدګي نه ورته کیږي او د کمزورۍ له امله د ګوزڼ په څیر ناعلاجه ناروغیو اخته کیږي.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "په ټوله کې په کار ده چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره چې د ساري ناروغیو نه خوندي پاتې شي، خوراکي منظم سیستم ورته برابر شي او په هر حالت کې د ډاکټر سره مشوره وشي په وروستیو کې ګوزن یا پولیو ښکار شوي ماشومان تر ډېره خوارځواکي دي نو که دې اړخ ته کورنۍ پاملرنه زیاته کړي د ګوزڼ په شمول د ګڼو ساري ناروغیو ګراف به ورسره راټیټ شي او په خاص ډول د کلو او بانډو خلک."

کلیوال هم دا مني چې په زیات شمېر کورنیو کې د ماشومانو شمېر زیات دی او په سمه توګه یې خوړو او روغتیا ته رسیدګي نه کیږي. د ننګرهار اوسېدوونکی، ګل کریم امریکا غږ ته وایي چې د ماشومانو ژوند ته هغه ډول پاملرنه نه کېږي چې په کار ده.

ګل کریم وویل: "په افغانستان کې په ځانګړي ډول په ختیځ زون کې په هره کورنۍ کې د ماشومانو شمېر د اندازې ډېر دی. مونږ عیني شاهدان یو او هر څه په خپلو سترګو ګورو چې د بیلابیلو ستونزو له امله د کورنیو مشران نه شي کولای د خپلو کورنیو ماشومانو ته هغه ډول پاملرنه وکړي چې د ساري ناروغیو خوندي پاتې شي، هغه که د خوراکي اړخه وي او که د صحي اړخه وي. نو له دې امله په ګڼو ساري ناروغیو اخته کیږي، چې په سر کې د پولیو یا ګوزن ناروغي یادولی شو."

هغه سازمانونه چې د ماشومانو د خوندیتوب او د ګوزڼ د مخنیوي په برخه کې کار کوي هم په همدې ټینګار کوي چې ماشومان باید له خوارځواکۍ وساتل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG