د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې به ټولې لیرې پرتې سیمې د واکسین تر پوښښ لاندې راشي - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه ولایت کې د واکسین کمپاین له پیل سره د خلکو غوښتنه ده چې لیرې پرتو سیمو ته دې زیاته پاملرنه وشي.

چارواکي د دې غوښتنو په تړاو ډاډ ورکوي چې ټولې لیرې پرتې سیمې او ولسوالۍ به د واکسین تر پوښښ لاندې راشي او هڅه کوي چې هیڅ ماشوم له واکسین پاتې نه شي.

د فراه یو شمېر اوسیدونکي هم د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو په تړاو اندېښنه لري او له چارواکو غوښتنه لري چې یادو سیمو ته ډیره پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، د فراه لرې پرتو سیمو ته په تیرو دوو لسیزو کې د ګوزڼ ضد واکسین په شمول ډير روغتیايي او ټولنیز خدمتونه نه رسیدل.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی، عبدالمالک امریکا غږ ته په دې اړه داسې وویل:"اصلي خبره دا ده چې د فراه بعضې سیمو ته په تیرو شلو کلونو کې سم خدمات نه رسیدل، نو د پولیو واکسین هم د فراه په خاکسفید، بکوا، ګلستان، او بالابلوک ولسوالیو کې پوره نه دی تطبیق شوی. اوس چې امنیت تامین دی، او کوم خاص مشکل نشته، نو د چارواکو څخه هیله لرو چې دغو سیمو ته ډیره توجه وکړي."

په ورته مهال د فراه یو تن قومي مخور، غلام محمد بیا ډاډ ورکوي چې واکسین ته د هڅونې لپاره مرسته کوي، او د کورنیو له مشرانو غواړي چې د خپلو ګلالیو بچیانو په وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"مونږ مسؤولیت لرو چې د کورنیو مشران تشویق کړو چې خپل ګلالي ماشومان واکسین کړي، که چیرې مونږ په ګډه کوښښ ونه کړو، نو معلومه خبره ده چې زمونږ اولادونه به په داسې مرض اخته کیږي چې علاج نه لري، نو دا زمونږ وظیفه ده چې ټول ماشومان واکسین کړو."

بل پلو، اړوند چارواکي هم د یادو اوسیدونکو اندېښنه پرځای او د فراه یو شمېر لرې پرتې سیمې د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو د لوړ ګواښ سره مخامخ بولي.

د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت امر، ډاکټر نورالله افضلي وایي په پام کې ده چې د روان کمپاین په لړ کې تر پنځو کلونو ټيت عمره ماشومان په ټولو سیمو کې واکسین کړي.

هغه وویل: "د روان کمپاین په لړکې چې د دسمبر په ۲۵مه پیل شوی، انشألله ۲۴۷۱۲۰ ماشومان به تر پوښښ لاندې روالو او دوی ته به د فراه په مرکز او ولسوالیو کې واکسین ورسوو. پام به مو زیات هغو سیمو ته وي چې د لوړ خطر سره مخ دي لکه د بکوا، بالابلوک او په خاص ډول د خاک سفید ولسوالۍ. لیدل کیږي چې په دې سیمو کې د کورنیو مرسته هم زیاته شوې ده."

کارپوهان په ټینګار سره وايي چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او واکسین یې یوازینۍ د مخنیوي لار ده چې له هر ډول استثنا پرته باید ټول ماشومان په پوره ډول پر وخت واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG