د لاس رسي وړ اتصالات

د پولنډ صدراعظم: هر کال دې ۱۰۰زره پولنډیانو ته پوځي زده کړې ورکړل شي


د پولنډ ځواکونه
د پولنډ ځواکونه

د پولنډ صدراعظم دونالډ تسک د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب۲۱‍) وویل چې د ۲۰۲۷ کال څخه وروسته به هرکال ۱۰۰زره پولنډیانو ته پوځي زده کړې ورکړل شي چې د دغه هېواد احتیاطي ځواک قوي شي.

له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اروپایي هېوادونو څخه وغوښتل چې د خپلې دفاع ډېر مسولیت په خپله غاړه واخلي، پولنډ په پوځي ډول د ځان سمبالول پیل کړي او د روسیې له پلوه اندېښنه لري.

د پولنډ صدراعظم یوه طرحه اعلان کړه چې په اساس یې هر پولنډي بالغ ته پوځي زده کړه ورکړل شي او د دغه هېواد احتیاطي ځواک «د احتمالي ګواښونو» سره د مقابلې جوګه شي.

دونالډ تسک وویل: «له ۲۰۲۷ څخه غواړو چې هر کال د ۱۰۰زره رضاکارانو د روزلو جوګه شو... د دغې روزنې لپاره به د امکان تر بریده زمینه برابره شي.»

دا مهال هرکال ۳۵زره پولنډیان په رضاکارانه ډول پوځي زده کړې ترلاسه کوي. تسک وویل: «هر څوک چې د ۱۸ او ۶۰ کالونو ترمنځ عمر ولري، د دغه روزنیز پروګرام په اړه مشخص معلومات ترلاسه کولای شي.»

دا د خپلې رضا کار دی او ښځه او نر دواړه په کې برخه اخیستلای شي، خو د پولینډ چارواکي وایي د رضاکارانو د جلب لپاره به هڅوونکي کارونه هم وکړي.

د پولنډ صدراعظم وویل که جګړه وشي، دا روزنې به ډېرې ګټورې وې. نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي دي چې د پولنډ حکومتي چارواکي به هم دا پوځي روزنې ترلاسه کوي.

په پولنډ کې عسکر خدمت د خپلې خوښې کار دی او په ۲۰۰۸ کې یې عسکري مکلفیت لغوه کړ. خو بیا هم نظر پوښتنې ښکاره کوي چې د پولنډ ۵۵ په سلو کې خلک عسکري مکلفیت غواړي او ۳۶ سلنه نور یې مخالف دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG