د لاس رسي وړ اتصالات

د بلاروس ولسمشر: د واګنر مشر په روسیې کې دی


د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د پنجشنبې په ورځ، جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵مه) وویل چې د واګنر جنګي ډلې مشر یفګیني پریګوژین روسیې ته ستون شوی او په سنټ پیټرزبورګ کې دی.

ولسمشر لوکاشینکو چې نږدې درې لسیزې یې په بلاروس کې واکمني کړې، په پلازمینه مینسک کې بهرنیو خبریالانو ته وویل: "تر هغه ځایه چې د پریګوژین خبره ده، هغه په سینټ پیټرزبورګ کې دی ... هغه په بلاروس کې نه دی."

د واګنر ډلې مشر د روان کال د جون پر ۲۳مه نېټه، د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پدې تورن کړ چې د دې ډلې پر پوځي اډې یې د راکټي برید امر کړی او زیاته کړې یې وه، چې د دوی ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال بغاوت کې سزا ورکړي. هغه د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.

خو یوه ورځ وروسته، د جون پر ۲۴مه نېټه یې د بلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب د روسیې له حکومت سره هوکړه وکړه او وپتیل شوه چې د روسیې حکومت د هغه پر ضد ټول تورونه له پامه وغورځوي، دې او جنګیالي یې بلاروس ته ولاړ شي.‌

ولسمشر لوکاشینکو چې د بلاروس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له رسنیو سره خبرې کولی زیاته کړه چې، پریګوژین یو ازاد سړی دی او ما پرون له هغه سره په ټيلیفون خبرې وکړې.

لوکاشینکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تېره اوونۍ ویلي وو چې پریګوژین بلاروس ته راغلی و، خو د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې هغه په سینټ پیټرزبورګ کې دی او که وغواړي مسکو ته تللی شي.

د بلاروس ولسمشر همدا راز زیاته کړه چې، پریګوژین هغه نغدې پیسې او وسلې چې د روسیې د چارواکو له خوا ضبط شوې وې، بیرته ترلاسه کړي دي.

بلخوا، د مسکو پر وړاندې د واګنر ډلې د جون د ۲۳مې نېټې وسله پاڅون نږدې دوه اوونۍ وروسته، کریملین ماڼۍ وویل چې د پریګوژین خوځښتونه نه څاري. خو د چهارشنبې په ورځ،‌ د روسي رسنیو لخوا خپاره شوي عکسونه ښیې چې پولیس د جون په ۲۵مه نېټه، د پریګوژین هغه استوګنځي ته ننوځي چې لوي او شانداره ماڼۍ ده او یو څرخي الوتکه یې مخته ولاړه ده.

کله چې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف څخه وپوښتل شول چې پریګوژین چیرته دی، نوموړي وویل چې کریملین نه د هغه د حرکتونو او نه هم د هغه د تعقیبولو لیواله دی.

په ورته وخت کې د بلاروس ولسمشر وویل چې، د واګنر جنګي ډلې د غړو لپاره چې مسکو پر وړاندې یې په ناکامه پاڅون کې برخه اخیستې وه، تراوسه په بلاروس کې کومه اډه نه ده جوړه کړې.

که چیرې په روسیې کې د پریګوژین شتون ریښتیا وي، نو دا ددې څرګندويې کوي چې د نوموړي ګواښ لا تر اوسه پرځای پاتې دی.

د لوکاشینکو دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د لفیف ښاروال وویل چې پر اوکراین د روسيې د تیرې فبروري د پوځي یرغل راهیسې، روسیې ددغه ښا پر ملکي زیربناوو ترټولو لوی برید ترسره کړ.

د پنجشنبې په سهار، د اوکراین په لویدیځ کې د یونیسکو له خوا په محافظت شوي ښار 'لفیف' کې د روسیې په دغه راکټی برید کې، څلور تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په اوکراین کې د امریکا سفارت دا برید "وحشیانه" بللی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي چې "پر ملکي وګړو د روسیې پرله پسې بریدونه په بشپړ ډول وحشتناک دي."

په تويټ کې ویل شوي: "موږ به د اوکراین د پیاوړي کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

په داسې حال کې چې روسیه په منظم ډول پر اوکراین د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پر مټ بریدونه کوي، په لوېدیځ کې د لفیف سیمه چې د پولنډ پولې ته څېرمه له لومړۍ کرښې څخه سلګونه کیلومتره لرې پرته ده، تل د روسي ځواکونو د بریدونو هدف ګرځیدلې دی.‌

XS
SM
MD
LG