د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ غواړي اوکراین ته ټانکونه ورکړي


د پولنډ جمهور رئیس انډرې ډوډا د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) د اوکراین غربي لفیف ښار ته د سفر پرمهال اعلان وکړ چمتو دی د کیف د غوښتې پر اساس هغه هیواد ته لپرډ ټانکونه ورکړي.

ډوډا له خپل اوکرایني او لتوانیایي سیال سره تر ملاقات وروسته وویل چې وارسا به دغه ټانکونه د یو نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته ورکړي.

د پولنډ جمهور رئیس څرګنده کړه:" تاسې پوهیږئ، هلته یو شمیر رسمي شرایط شته چې باید مراعات شي... خو تر ټولو مهمه، موږ غواړو دا یو نړیوال ائتلاف ووسي." نوموړي وویل پر نورو هیوادونو هم حساب کوي چې په مرستو کې سهم واخلي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د پولنډ دا ګام وستایه او ویې ویل نوموړی د هغو هیوادونو له خوا د یو ګډ تصمیم په تمه دی چې غواړي کیف ته لپرډ ټانکونه ورکړي. هغه زیاته کړه یو هیواد یوازي نشي کولی له اوکراین سره مرسته وکړي.

د لتوانیا ولسمشر ګیتانوس نوزدا په یوې ګډه خبري غونډه کې وویل چې هیواد به یې له اوکراین سره د الوتکو ضد سیستمونو او مهماتو مرسته وکړي.

لپرډ ټانکونه چې د جرمني ساخت دي د هر هیواد له خوا چې اوکراین ته استول کیږي، د برلین هوکړې ته ضرورت لري. جرمني او امریکا تیره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته محاربوي ماشینونه ورکوي.

جرمني تر اوسه اوکراین ته د محاربوي ټانکونو د استولو له غوښتنې سره هوکړه نده کړې او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمټرو کولیبا پرون وویل چې دا پریکړه په اوکراین کې د ځاني تلفاتو د رامنځ ته کیدو لامل شوې ده.

نوموړي وویل په هره اندازه چې په دې اړه پریکړه وځنډیږي په هماغه اندازه ډیر خلک ژوند له لاسه ورکوي.

فرانسې له دې مخکې ویلي وو چې له اوکراین سره د نظامي مرستو په دوام، پاریس دا ځل کیف ته ټانکونه ورکوي څو د یاد هیواد پوځیان وکړای شي د روسیې د یرغل په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.

خو دا تر اوسه روښانه نده چې اوکراین ته به څومره ټانکونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG