د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وايي روسي ځواکونو ترې نورې سیمې هم نیولې 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

په وروستیو ورځو کې له روسي ځواکونو څخه د ځینو سیمو له بېرته نیولو وروسته، د سیویرودونیتڅک سیمه ایز والي وايي روسي ځواکونو ته یې ځینې سیمې بایللي دي.

د لوهانسک د سیمې والي سیرهای هایدای، چې سیویرودونیتڅک یې هم تر کنترول لاندې دی، وویل: «زموږ مدافع ځواکونو د یو مشخص وخت لپاره د بریدونو مخنیوی وکړ او نژدې نیمایي ښار یې ازاد کړ، خو اوس بېرته وضعیت زموږ لپاره لږ خراب شو.»

د بریتانیا د دفاع وزارت نن دوشنبه جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) وویل چې په سیویرودونیتڅک کې سخته جګړه روانه ده.

په همدې حال کې ولسمشر ولودمیرزیلینسکي له مرکز کیف څخه د باندې د هېواد ختیځو سیمو ته سفرونه کړي دي، هغه سیویرودونیتڅک ته نژدې د لیسيچانسک سیمې ته هم ولاړ او هلته یې له سرتېرو سره ملاقاتونه وکړل.

د یکشنبې په شپه ښاغلي زیلینسکي په خپل خپور شوې ویدويي پیغام کې سرتېرو ته وویل چې «د بري لایق یاست او همدا خبره ډېره مهمه ده مګر په هر قیمت نه».

د بریتانیا د دفاع وزارت وايي چې د روسیې سمندري بېړیو د یکشنبې په ورځ په کیف باندې میزایل توغولي او د اورګاډي سټېشن یې وېشتلی دی.

د وزارت په خبره «داسې ښکاري چې دا د اوکراین د جګړې د لومړۍ کرښې جنګیالیو ته د لویدیځ د پوځي اکمالاتود ګډوډلو هڅه» ده. دا په تېرې یوې میاشتې کې په کیف باندې د روسیې لومړی برید و.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې ځواکونو یې هغه ټانکونه ویجاړ کړي چې لویدیځ حکومتونو اوکراین ته استولي وو. ولسمشر ویلادمیر پوتین ګواښ وکړ که لویدیځ اوکراین ته د اوږد واټن وېشتونکیو توغندیو د سیستم د استولو پلان مخې ته یوسي، دوی به په اوکراین کې «هغه سیمې په نښه کړي چې تراوسه یې پرې بریدونه نه دي» کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ اعلان وکړ چې د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت کیف ته نوي وسلې ورکوي چې څلور په کې د لنډ واټن وېشتونکو راکټ سیستمونه، هلیکوپترونه، د ټانک ضد وسلې، رادار، پوځي موټرونه او نور وسائیل شامل دي.

امریکايي مقامات وايي د راکټونو د سیستمونو استول او د اوکراین د ځواکونو روزل، چې دا سیستمونه وکاروي، درې اونۍ به ونیسي. واشنګټن وايي کیف ورته ډاډ ورکړی چې دا راکټونه به په روسیې کې دننه اهدافو باندې نه توغول کېږي.

د روسیې ولسمشر پوتین په یوې تلویزوني مرکې کې وویل چې اوکراین ته د وسلو د استولو «یوازینی هدف دا دی چې د امکان تر حده وسله واله شخړه وغځول» شي. هغه خبرداری ورکړ که اوکراین اوږد واټن وېشتونکي راکټونه ترلاسه کړل، مسکو به «یوه مناسبه نتیجه وباسي او خپل ویجاړوونکي وسائیل، چې موږ ښه ډېر لرو په هغو اهدافو کاروو چې تراوسه مو په نښه کړي نه دي».

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا برید غندلی، په روسیې یې کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي.

د دغه راپور ځینې معلومات له رویټرز او اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG