امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومي اومه) وویل چې یوه وسله وال کس د کولراډو ایالت د ډنور ښار د یوې تجارتي سیمې په څو موقعیتونو کې پنځه کسان وژلي دي.
ددغه ایالت پولیس وایي شکمن کس یاد کسان د دوشنبې په ماښام په ډزو وژلي او یوه تن د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیتي چارواکو همدارنګه زیاته کړې چې وسله وال کس له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.
د ډنور د پولیسو د ډیپارټمنت د جرایمو د څانګې قومندان مټ کلارک د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۴۷ کلن لینډون جیمز مک کلویډ د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو او هغه یو شمیر په نښه شوي کسان پيژندل.
د ډنور د پولیسو قومندان پاول پازن دا څرګنده کړې نده چې کومو چارواکو مک کلوید څخه پخوا څیړني کړي خو دا یې وویل چې پر هغه هیڅ تور نه وو.
د یاد ښار د پولیسو د مشر په وینا، ډزې د ماښام له پنځو بجو څخه لږ وروسته په مرکزي سیمه کې چې دوکانونه، بارونه او رسټورانټونه شته پیل شوې او له امله یې دوه میرمنې ووژل شوې او یو کس ټپي شو.
د مسولینو په وینا بریدګر لږ وروسته په یوه بل موقعیت کې یو بل کس وواژه. ویل کیږي برید کوونکي د ډنور روغتون ته نږدې د ګڼې ګوڼې په یوې بله سیمه کې هم ډزې وکړې چې څوک پکې ټپي نشول.