د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس وايي پېښور کې یې د القاعده مالي تمویلوونکی نیولی


تصویر د دغې پېښې نه دی.
تصویر د دغې پېښې نه دی.

په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وایي د ترهګرۍ ضد پولیسو د پېښور په ښار کې هغه کس نیولی دی چې د یوې غیردولتي ادارې له لارې یې د القاعده ډلې اورپکو ته پېسې ټولولې.

په پېښور کې د ترهګرۍ ضد څانګې یو چارواکی الیاس خان وايي چې نیول شوی کس علي نواز نومیږي چې د بېلابېلو غیر دولتي ادارو په نومونو یې بانکي حسابونه لرل او د القاعدې ډلې ته یې مالي امکانات برابرول.

هغه وویل چې چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې د هغه په بانکي حساب کې د ډېرو پېسو انتقالات څارلي وو.

دغه سړي د (هیومن کنسرن انټرنېشنل) په نامه یوه غیردولتي اداره چلولوله. الیاس خان اسوشیتیډپرس ته وویل چې پولیسو د شنبې په ماښام (جولاۍ۶) د دغې ادارې پر دفتر چاپه ووهله، علي نواز او درې نور کسان یې ونیول.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د بېلابېلو اورپکو ډلو مالي حسابونه تړلي او د هغوی پر ضد یې اقدامات کړي دي.

دا مهال پاکستان د پیسو د تطهیر او د ترهګرو د مالي تمویل په وړاندې د جدي اقداماتو د نه کولو له کبله د ترهګرو د مالي ملاتړ په "ګري لست" کې دی چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG