د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د پولیسو یو لوړ پوړی قوماندان په ځانمرګي برید کې وژل شوی


آرشیف
آرشیف

په ایران کې مطبوعات وایي د هرمزګان ولایت د بندر لنګه ښار د پولیسو د استخباراتو مشر شنبه ډسمبر ۲۸ (مرغومي اتمه) په ځانمرګي برید کې وژل شوی او د پولیسو یو بل افسر پکې ټپي شوی.

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې چاودنه د پولیسو قوماندانۍ مخې ته شوې خو دا یې ندي ویلي چې دا برید چا کړی.

په راپور کې ویل شوي چې مجتبی شهیدي د بندر لنګه ښار د عامه خوندیتوب د پولیسو د څانګې مشر و او د ولایت چارواکو یې مړینه تائید کړې.

د ایرنا خبري اژانس پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، یوازې دومره ویلي چې ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلي مواد هغه وخت وچول چې د پولیسو دا چارواکی د خپل یو بل همکار سره د قوماندانۍ څخه د وتلو په حال کې و.

چارواکو ویلي چې په ځانمرګي برید کې دواړه د پولیسو افسران ټپي شوي و چې وروسته یې په روغتون یو تن سا ورکړه.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو ملامتي یې ښایي په بلوڅ بلتون غوښتونکو او یا د اسلامي دولت یا داعش په ډلې واچول شي.

د ایران په جنوب کې دا ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته پدې هیواد کې د هغو غبرګو ځانمرګو بریدونو کالیزه ولمانځل شي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په دریمې نیټې د دې هیواد تر ټولو لوړ پوړي جنرال، قاسم سلیماني د تلین په مراسمو وشول.

د روان کال د جنورۍ په دریمه نېټه، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول او همدارنګه ۱۸۸ تنه نور ټپیان شول. د سلیماني د تلین په دغه مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د سلیماني د تلین په مراسمو د ځانمرګي بریدونو کولو ادعا کړې وه خو د شنبې ورځې برید په هکله لا دې ډلې څه ندي ویلي.

قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د عراق په پایتخت بغدا کې د امریکا د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی و.

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د داعش له دغو غبرګو بریدونو څخه مخکې، "د امریکا حکومت ایران ته د هغه هېواد په پولو کې د ترهګرۍ ګواښ د شتون په اړه ځانګړې خبرداری ورکړی و."

دغه چارواکي وویل: "د امریکا حکومت د 'خبرداري' پالیسي تعقیبوي ... موږ دا خبرداري هغو دولتونو ته ورکوو چې د وژونکو بریدونو د ګواښ سره مخامخ وي..... ځکه چې متحده ایالتونه نه غواړي چې په ترهګریزو بریدونو کې بې ګناه خلک ووژل شي."

بلخوا امریکايي رسنیو ویلي، چې ایران ته ورکړل شوي معلومات دومره پر وخت او کره وو، چې له تهران سره یې د دغو بریدونو په شنډولو یا د مرګ ژوبلې په کمولو کې مرسته کولای شوای.

خو له دې خبرداري سره سره، ایران د کرمان په ښار کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونشوه نیولای

قاسم سلیماني د داعش یو له سختو دښمنانو څخه و او هغه په منځني ختیځ کې د دغه ډلې پر وړاندې په جګړه کې د ایران په ملاتړ له نیابتي ځواکونو سره مرسته کوله.

د امریکا پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني "د نړۍ یو لوی ترهګر" بللی و او ویلي و چې هغه د سیمې په بې ثباته کولو او د افراطي ډلو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG