د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې پولیسو د مخدره موادو دولس فابریکې له منځه وړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د مخدره موادو د پروسس دولس فابریکې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ (مرغومي ۱۱مه) امریکا غږ ته وویل، چې دا عملیات د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د له منځه وړلو په موخه د سې‌شنبې په شپه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په بالي بالا کلي کې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د دې عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو ۱۲ کارخونې چې ۱۳۴ ټُنه چرس پکې ځای پر ځای وو، کشف او له منځه وړل شوې دي".

ښاغلي رحیمي وویل، په دغو عملیاتو کې له پولیسو سره هوايي ځواکونو هم همکاري درلوده.

هغه زیاته کړه، چې په غزني کې د نشه يي توکو د دې فابریکو په له منځه وړلو سره د دولت د وسله‌والو مخالفینو لویې ملاتړې مالي سرچینې له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغو عملیاتو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې او د مخدره موادو په کاروبار کې د ښکیلو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG