د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پولیس د یو حرفه یي قاتل د موندلو هڅه کوي 


د امریکا پولیسو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) وویل هغوی د داسې یو کس په لټه کې دي چې ښایي حرفه یي قاتل وي او تر اوسه یې د کالیفورنیا ایالت په یو واړه ښار کې پنځه کسان وژلي وي.

اړوندو مامورینو د یو کس نسبتا خیره تصاویر خپاره کړي چې غواړي له هغه څخه د کالیفورنیا په سټاکټون ښار کې د قتلونو د لړۍ په اړه چې له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې پنځه کسان وژل شوي، څیړنې وکړي.

پولیس شک لري هغه قتل چې تیر کال د سټاکټون په ګاونډي اوکلانډ کې شوی هم ښايي له دې پنځو قتلونو سره ارتباط ولري.

د کالیفورنیا د سټاکټون د پولیسو یو چارواکي جو سلوا د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځه د فرانسې خبري آژانس ته وویل ددغو قضیو له مشخصاتو ښکاري چې یو زنجیره یي قاتل د پيښو تر شاه دی.

د سټاکټون د پولیسو مشر سټانلي مکفیډن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جولای د اتمې بیا د سپټمبر د ۲۷ نیټې تر منځ د سټاکټون په یوه سیمه کې پنځه قتلونه شوي چې ډیر مشابهتونه لري.

پولیسو روانه اوونۍ وویل چې هغوی د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې د اوکلانډ د پيښې په اړه هم څیړنې کوي.

د پولیسو چارواکي مکفیډن د مشابهتونو په اړه ډیر جزیات ورنکړل خو یوازې یې وویل چې پيښې د شواهدو پر اساس یو بل سره مشابهتونه لري.

سټاکټون ښار شاوخوا ۳۵۰ زره نفوس لري چې د کالیفورنیا ایالت د مرکز سکرمنټو په جنوب ۶۴ کیلومتري کې موقعیت لري.

د سټاکټون د پولیسو مشر ویلي د هغو معلوماتو لپاره چې د قاتل یا قاتلینو د نیولو او محکومیت سبب شي، ۱۲۵۰۰۰ جایزه اعلان شوې ده.

XS
SM
MD
LG