د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې په یو افغان چې صلیب یې پر غاړه ځړولی و، حمله شوې


د برلین ښار پولیسو ویلي دي چې پر یو افغان باندې په دې خاطر چې صلیب یې پر غاړه ځړولی و، دوو تنو حمله کړې ده.

پولیسو ویلي دي چې دغو بریدگرو په غوسې له هغه پوښتلي وو چې ولې یې صلیب پر غاړه ځړولی او مسیحي شوی دی. د پولیسو په وینا یو مهاجم ددغه شخص له غاړې د صلیب زنځیر شلولی او څو سوکه یې پر مخ وهلی دی.

د جرمني پولیسو مقاماتو ویلي دي چې یو مهاجم دغه شخص چې هویت نه دی افشا شوی ټینگ نیولی او دوهم شخص هغه دوه ځلې په چاقو وهلی دی او بیا دواړه برید کوونکي تښتیدلي دي.

ټپي شوي شخص له پیښې وروسته د خپلو دوستانو نه مرسته غوښتې او د هغه ملگري او پولیس په یو وخت د پیښې ځای ته رسیدلي دي.

پولیسو ویلي دي چې په روغتون کې ددغه شخص درملنه شوې او بیا رخصت شوی دی. د پولیسو په وینا په دې هکله پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG