د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې امنیتي ګواښونو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسې ستونزمن کړی


آرشیف
آرشیف

د فراه په ولسوالېو کې د امنیتي ستونزو زیاتوالی د پولېو واکسین کمپاینونه په روغتیايي مرکزونو کې هم له جدې ستونزو سره مخ کړې دي.

د فراه د عامې روغتېا رئیس عبدالجبار شاېق وايي، د دې ولاېت په ولسوالېو کې د پولېو واکسین ګرځنده کمپاېنونو له بندېدو سره، اوس زېات شمېر خلک خپل ماشومان د امنیتي ګواښونو له ډاره روغتیايي مرکزونو ته نشي وړلی.

ښاغلي شایق وویل: " له کومه وخته چې د پولېو واکسین کمپاینونه کلینیک پر کلینیک شوې دي، موږ یوازې کولای شو چې شاوخوا ۲۰ سلنه تر پنځو کلونو کښته ماشومان واکسین کړو، پداسې حال کې چې مخکې کلونه مو ۹۰ سلنه ماشومان واکسین کولای شول".

د پولېو واکسین پر وړاندې د امنیتي ستونزو زیاتوالی فراه کې اوسېدونکي سخت انديښمن کړي دي.

د فراه اوسیدونکی محمد یونس څپاند وايي، که چېرې په ولسوالېو کې د پولېو واکسین مخه ونېول شي، نو یو ځل بیا به ډیر ماشومان په تلپاتې فلج ناروغۍ اخته شي.

هغه وویل: "... موږ د دې غوښتونکي یو چې د پولېو واکسین کمپاینونو ته بېرته کور پر کور اجازه ورکړل شي، تر څو د ګوزڼ ناروغۍ په بشپړ ډول له سیمې ورکه شي. موږ د علماوو، مخورو مشرانو، ځوانانو او طالبانو څخه هم غوښټنه کوو چې د پولېو واکسین کمپاېنونو سره پوره همکاري وکړي".

دیني عالمان هم د پولېو واکسین د کمپاېنونو ټکنې کېدو ته اندېښمن دي.

مولوي حیات الله الهام پولېو واکسین د اسلام له نظره حلال بولي او زېاتوي چې شفا د خدای له لوري ده، خو د ناروغۍ د مخنېوي لپاره دوا او درملنه یو سبب دی.

هغه زیاته کړه: "... خدای پاک ټوله دنیا په سبب سره پیدا کړی ده، د پولېو واکسین د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره یو سبب دی، او موږ هم باېد دا سبب و ازمایو".

د ماشومانو ګوزڼ هغه ساري او ناعلاجه ناروغۍ ده، چې تر اوسه په نړۍ کې درملنه نلري، خو د پولېو دوه څاڅکې واکسین په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ مخه نيولی شي.

له بده مرغه په افغانستان کې لا تر اوسه هم د پولېو واکسین ناسم تطبیق له امله هر کال زیات ماشومان پدغه بدمرغه ناروغۍ اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG