د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د کلیوالو مشرانو سره سلا مشورو د پولیو واکسین کول اسان کړي


د فراه په لیرې پرتو سیمو کې د یو شمېر محلي میتودونو په کارولو سره د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین ته لاسرسی اسانه شوی دی.

په فراه کې د ګوزڼ ضد واکسیناتوران وایي چې یاده تګلاره ځکه اغیزناکه ده چې د سیمې خلک په خپله د واکسین په وړاندې د شته خنډونو د حل لپاره لاس په کار کیږي.

په فراه ولایت کې ډیرې داسې سیمې شته چې خلک پکې د خپلو پخوانیو دودونو له مخې ژوند کوي او د ژوند له ډیرو پرمختګونو بې برخې دي.

په فراه کې د پوليو واکسين کوونکي وايي، ډېر ځله داسې شوي چې د سيمې خلک يا خو د رضاکارانو په خبرو باور نه کوي او يا د واکسيناسيون په روغتيايي ګټو د پوهېدو وړتيا نه لري.

ذبیح الله فیضي چې د واکسین د همغږۍ او څارنې مسؤول دی، وایي، چې په لرو پرتو سیمو کې د قومي مخورو او سیمه ییزو مشرانو ملتیا اساسي رول لوبوي.

نوموړي وویل: "زموږ تجربو دا ثابته کړې چې په ځینو سیمو کې خلک د روغتیايي لاملونو په اړه چندان نه پوهیږي او یا هم پرې ډېر باور نه کوي، نو تر ټولو غوره لاره دا ده چې د دوی سره د دوی په ژبه خبرې وکړئ او د دوی په منځ کې داسي څوک ومومئ چې دوی د هغه په خبرو باور وکړي او پوه شي."

نوموړی زیاتوي چې په دې برخه کې یې د پام وړ پایلې ترلاسه کړې دي.

فیضي زیاته کړه: "کله چې په محل کې له مشکل سره مخ شو، مثلاً خلک خپل ماشومان نه واکسینوي او یا هم د واکسین د ګټو په تړاو شک لري نو د کلي د شورا مشر، د کلي د ملا او یا هم په کلي کې د ښوونکي څخه مرسته غواړو تر څو خپلو کلیوالو ته قناعت ورکړي او دې کار بیخي ښه نتیجه ورکړې ده."

له بلې خوا د ټولنیزو چارو کارپوهان دغه تګلاره یو مناسب بدیل او د مسؤولیتونو ویش بولي.

د پوهنتون استاد ډاکټر طاهر تنزي وایي، دا تګلاره نه یوازې د رضاکارانو سره مرسته کوي، بلکې د لرو پرتو سیمو د ماشومانو ژوند او روغتیا هم خوندي کوي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دا یو غوره بدیل دی او په اصل کې د پولیو د ملي پروګرم په تطبیق کې د مسؤولیتونو ویش هم دی، او په هر حالت کې باید خلک خصوصاً تاثیر ګذراه اشخاص پوره برخه واخلي، او ښه خبره دا ده چې محلي تجربې باید یو له بل سره شریکې شي."

د ماشومانو ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین په دوه څاڅکو سره یې مخه نیول کیدای شي، چې د رضاکارانو په ګډون د ټولنې د اغیزمنو خلکو مبارزه د یادې ناروغۍ په محوه کې پرېکنده اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG