د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د له منځه وړلو لپاره دې لیرې پرتو سیمو ته زیاته پاملرنه وشي – روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په کابل کې ځینې روغتیاپالان وايي چې په کومه سیمه کې چې د پولیو (ګوزڼ) ویروس موجودیت ولري، د هغه ځای له واکسینه پاتې ماشومان ژر ورباندې اخته کیدلای شي.

د دوی په وینا، د ښارونو په پرتله په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو واکسین کول ډېر اړین دي، ځکه دوی د پولیو ضد واکسین د پرله پسې کارولو لپاره د واکسین اسانتیاو ته کم لاسرسی لري.

اوس مهال په کابل کې د پولیو پر ضد مبارزه په جدي توګه دوام لري، او د پولیو واکسین په اړه ډېر خلک خبر دي، خو بیا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو په برخه کې بې غوري کوي، چې د نورو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په کابل کې د کتلوي معافیت پخوانى مسؤول ګلاخان ايوب په دې باور دى چې د ګوزڼ ويروس د هغو ماشومانو لپاره يو ستر خطر دى چې تر اوسه واکسين شوي نه دي.

نوموړي امریکا ته وویل: " د پولیو د ناروغۍ خطر په هغو سیمو کې خورا زیات دی چې هلته په پولیو اخته ماشومان شتون ولري، ځکه چې پدې ناروغۍ اخته ماشوم کولی شي د خپل چاپیریال ۲۰۰ نور ماشومان چې واکسین شوی نه وي، پدې ناروغۍ اخته کړي.“

د ښاغلي ایوب په خبره، هغو سیمو ته باید زیاته پاملرنه وشي چې خلک په پرله پسې ډول خپل ماشومان نه واکسین کوي او یا هم دغو سیمو ته د رضاکارانو د نه رسېدو له امله ماشومان له ګوزڼ له واکسینه بې برخې کیږي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي بیا وايي چې د پوليو د ويروس په اړه د مرکز په لرو پرتو ولسواليو کې د ځينو خلکو چلند لا هم د اندېښنې وړ دی.

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي سهراب امریکا غږ ته وویل: "زمونږ په ولسوالۍ کې لا هم ځینې داسې کورنۍ شته چې خپل کوچنیان نه واکسینوي، لاملونه یې بیلابیل دي، خو حقیقت دا دی چې لا هم په هغه کچه پوهاوی نشته چې باید وي. مونږ دې برخه کې زیاته اړتیا احساسوو چې زموږ په کلي، ولسوالۍ او بالاخره ټول هېواد کې په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې خلک د واکسین په اهمیت پوه شي ترڅو تطبیق ته یې اماده شي."

روغتیا پالان په پرله پسې ټينګار کوي چې خلک دې د پوليو ويروس په له منځه وړلو کې له مسؤولینو ادارو سره همکاري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG