د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د ښځینه واکسیناتوران شتون ډیر اغیزمن دی


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د میدان وردګو ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښځینه واکسیناتوران شتون ډېر اغېزمن ثابت شوی دی.

دوی وايي چې اوس مهال یاد ولایت کې ۱۴۴ ښځینه واکسیناتورانې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په برخه کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې کار کوي او د مؤثریت له امله به یې په نوي کال کې شمېر نور هم زیات شي.

د دې ولایت د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر صاحب الدین له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې پلان لري په راتلونکي کال کې د میدان وردګ ولایت د مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د ښځینه رضاکارانو د ټیمونو شمېر زیات کړي، ترڅو د پولیو واکسین د څاڅکو په تطبیق کې پرمختګ رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال موږ په مجموعي ډول ۷۲ ښځینه رضاکار ټیمونه لرو چې ټول ۱۴۴ تنه کیږي او د نوي کال لپاره پلان لرو چې دا ټیمونه ډیر کړو ترڅو ښځینه رضاکارنې په ډاډه زړه هر کور ته لاړې شي او له میندو سره د ښه روابطو د ټینګولو وروسته ماشومان یې واکسین کړي.

د میدان وردګ اوسیدونکې، فهیمه چې له درېیو کلونو راهیسې په سیدآباد ولسوالۍ کې کورونو ته د پولیو واکسین څاڅکي رسوي وویل، ډیری وخت میندې په کور کې وي او کله چې ښځینه واکسیناتورانې ورشي، نو میندې په ډیره مینه خپل ماشومان ورولي او دوی ورته در پولیو واکسین څاڅکي تطبیقوي.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "تقریباً درې کاله کیږي چې د پولیو واکسین په برخه کې کار کوم او موږ کور په کور ماشومانو ته واکسین تطبیقوو. دا به ډیره ښه خبره وي چې ښځینه واکسیناتورانې زیاتې شي، ځکه هغوی کولی شي په ډیر راحتۍ کورونو ته لاړې شي او میندو سره وګوړي او ماشومان یې واکسین کري. زمونږ له دولت څخه غواړو چې ښځو ته لا ډیره ونډه ورکړي."

د میدان وردګ ولایت بل اوسیدونکی، سیف الله ذهین بیا وايي چې سنتي او دودیزو لارو چارو تر ډیره په یاد ولایت کې د میرمنو کاري ساحه د پولیو واکسین تطبیق برخه کې تنګه کړې.

د نوموړي په وینا، باید محدودیتونه له منځه لاړ شي، ځکه د ښځینه رضاکارانو شتون اړین دی.

ښاغلي ذهین زیاته کړه: "څرنګه چې میدان ورړګ ولایت یو له هغو سیمو څخه دی چې تر ډیره پورې سنتي او دودیزې لارې چارې پلې کیږي همدې کړو وړو د ټولنې په ښځینه قشر د فعالیت ساحه محدوده ساتلې."

د هغه په وینا، د پولیو واکسین تطبیق برخه کې د ښځینه کارمندانو شتون ضروري دی، ځکه اکثریت کورونو کې د کور سرپرست نه وي، نو که یوه ښځینه واکسیناتوره لاړه شي، په ښه ډول سره واکسین تطبیق کولی شي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د جغرافیايي او کلتوري ستونزو له کبله نشي کولی چې د ښځینه رضاکارانو شمېر زیات کړي، خو هڅه دا ده چې دې ستونزې ته د حل لار پیدا او د ښځینه رضاکارانو ټیمونه زیات کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG