د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: میدان وردګ کې سږ کال له ۹۰ سلنې زیات ماشومان واکسین شوي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د میدان وردګ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په یاد ولایت کې د پولیو ضد مبارزه بریالۍ وه، او په ترڅ کې یې له ۹۰ سلنې زیاتو ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی.

دوی یادونه کوي چې په پام کې لري د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د عامی روغتیا وزارت د پلان مطابق په یاد ولایت کې بل کمپاین ترسره کړي، او له دې لارې به پاتې ماشومانو ته هم واکسین ورسوي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا رئيس، ډاکټر زیرک، امریکا غږ ته وویل :”موږ په روان میلادي کال کې اووه د پولیو ضد کمپاینونه ترسره کړي، چې پوښښ یې له ۹۰ سلنی لوړ ؤ، او په هر کمپاین کې مو کابو ۲۵۰۰۰۰ ماشومان واکسین کړي.

د ډاکټر زیرک په وینا، پدې وروستیو کې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او په ‌ډیره لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.

بل پلو، د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د ټولنې بیلابیل قشرونه باید خپل مسؤولیت ادا کړي او د عامه پوهاوي په پروګرامونه کې دې ګډون وکړي، تر څو زموږ ماشومان د تل لپاره د ګوزڼ ناروغۍ څخه خلاصون ومومي .

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکی او د پوهنتون استاد، شرف‌الدین حقیار، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ ناروغۍ په ټوله نړۍ کې محوه شوې او یواځې په افغانستان، پاکستان او نایجیریا هیوادونو کې شتون لري، چې عمده لامل یې د عامه پوهاوي د کچې د ټیټوالی او واکسین ته د خلکو نه لاسرسی بلل کیږي.

د نوموړي په وینا، ټول افغانان په ځانګړي ډول لوستي کسان باید د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ګډ کار او مبارزه وکړي، او د عامه پوهاوي د پروګرامونه له لارې باید خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي، تر څو د یادې ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسیدونکی، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل، حبیب الله بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”ما تل خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي او هغوی مې هڅولي چي خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي. له نیکه مرغه چې اوس ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته لیواله دي.

روغتیا پالان د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د لوستو ځوانانو ګډون او ونډه اړینه ګڼي او له هغوی غواړي چې پدې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

XS
SM
MD
LG