د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونه کور په کور تطبیق کیږي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د میدان وردګ ولایت روغتیایی چارواکي وایي چې د پولیو (ګوزڼ) واکسین کمپاینونه په یاد ولایت کې کور په کور تطبیق کیږي او ټولې کورنۍ له دې بهیره خوشحاله بریښي.

د دې ولایت د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر صاحب الدین امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د ګوزڼ واکسین هره دوره کمپاین د یاد ولایت د ولایتي مقام او روغتیايي چارواکو لخوا په رسمي ډول پرانستل کیږي او د یاد ولایت ټولو نهو ولسوالیو کې واکسین کور په کور سرته رسیږي."

د نوموړي په وینا، د کمپاین پر مهال ټولو ولسوالیو ته هدایت ورکول کیږي چې د پولیو کارکوونکو سره لازمه همکاري وکړي.

له بلې خوا، یاد ولایت کې خلک هم کور په کور کمپاین ګټور بولي او وايي په دې توګه به د هرې لرې پرتې سیمې ماشومان له واکسین څخه برخمن شي.

د میدان ښار اوسیدونکي، ابراهیم امریکا غږ ته وویل: "تقریبا دوې اوونۍ مخکې دلته د پولیو کمپاین په ډیرې کامیابۍ سره تطبیق شو او واقعا ښه کمپاین وو. زه له دې کبله رضایت لرم چې زمونږ کور ته واکسیناتوران درې ځلی راغلل او هغه هم د دې لپاره چې زما یو ماشوم چیرته تللی وو، یعنی تر څو چې کمپاین خلاصیدو، دوی درې ځلې راغلل او هغه ماشوم یې وکتلو."

د سید آباد ولسوالۍ بل اوسیدونکی، عابد بیا خپل نظر داسې څرګندوي: "څو موده مخکې زمونږ په ولسوالۍ کې د پولیو کمپاین په سم ډول تطبیق شو، خلک ترې ډیر راضي دي او د واکسین په تطبیق کې کوم خاص مشکل نه وو.

روغتیايي چارواکي وايي چې په میدان وردګ ولایت کې ډیر کم ماشومان د ولسوالۍ په سطحه له واکسین څخه پاتې کیږي، چې ښايې تعداد یې تر لسو ماشومانو ورسیږي. ددغه روغتیايې چارواکو په وینا، دا هغه کورنۍ دي چې واکسین ردوي او د خپلو ماشومانو د روغتیا په برخه کې جفا کوي.

دوی ټینګار کوي چې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو یواځنۍ لاره دا ده چې هغوی په هر کمپاین کې واکسین شي، او که چیرې کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې کیږي، نو باید ژر تر ژره په نږدې روغتیایي مرکز کې واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG