د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسين کمپاين پيل شو


د ګوزڼ ضد واکسين په دغه کمپاين کې چې نن دوشنبې پيل شو، هڅه کېږي، چې په ترڅ کې يې د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې ۶.۱ ميليونه ماشومانو ته چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري، د دې ناروغۍ ضد واکسين تطبيق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، خو د خوست والي حکم خان حبيبي چې د ياد د کمپاين د شروع پرمهال يې خبرې کولې، له خلکو وغوښتل، چې له صحي رضاکارانو سره مرسته وکړي.

هغه وويل"زه په دې برخه کې پر ټولو والدينو، ځوانانو، ديني عالمان او رسنيو باندې دا غږ کوم چې د دې کمپاين په تطبيق کې له صحي رضاکارانو او د عامې روغتيا له مسوولنو سره پوره مرسته وکړي".

په ورته وخت کې د ډاکټرانو په وينا په هره سيمه کې چې يو ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شي، دا د دې څرګندونه کوي، چې په همدې سيمه کې دوه سوه نور ماشومان هم د پوليو په ويروس ککړ شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل اشنا راډيو ته وويل، چې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين په تطبيق کې لږ بې پروايي د هغوی ژوند له ستر ګواښ سره مخ کېدای شي.

ده وويل"پوليو ويروسي ناروغي ده چې د پنځه کلنۍ لاندې ماشومانو ته لګېږي. دا ناروغي د درملنې وړ نه ده، خو ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسين په تطبيق سره هغوی له دې ناروغۍ څخه وژغورو".

ديني عالم محمد عارف له ټولو خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر له فلج يا ګوزڼ څخه د هغوی د ژغورنې لپاره د دې ناروغۍ ضد دوه، دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

نوموړي وويل"پيغام مې دا دی، چې هرڅوک بايد د ناروغيو په مخنيوي کې خپلې نهايي هلې ځلې وکړي. الله ج د هر مرض لپاره شفا او دواء نازله کړې ده، نو بايد له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د کورنۍ او د ټولنې ژوند وژغوري".

د ګوزڼ ناروغي اوسمهال يوازې په افغانستان، پاکستان او نايجريا کې پاتې ده، د روغتياپالانو په وينا د مخنيوي او له منځه وړلو يواځنۍ وسيله يې هر ماشوم ته هرځلې د دوه څاڅکو واکسين تطبيق دی.

XS
SM
MD
LG