د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو


تر څو میاشتنې ځنډ وروسته پرون دوشنبه د اګست لسمه په افغانستان او پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پيل شو.

د تیرې مارچ میاشتې راپدېخوا د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په یادو هیوادونو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کمپاینونه ودرول شول.

د ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې یا یونیسف په یوې اعلامیې کې ویلې چې د کرونا وبا رامنځته کېدو له امله په افغانستان او پاکستان کې ۵۰ میلیون ماشومان له کروناویروس څخه محروم شوي دي.

د یونیسف په اعلامیه کې ویل شوي: "په افغانستان کې د جولای په میاشت کې د پولیو د معافیت ورکوونې پروګرامونه بیا پیل شول. دویم کمپاین چې تقریبا نیمایي هیواد به تر خپل پوښښ لاندې ولري په روانه میاشت کې پیلیږي. د پاکستان په هیواد کې د پولیو واکسین لومړنۍ پړاو د جولای میاشتې په پای کې ترسره شو چې تقریباْ ۷۸۰۰۰۰ ماشومان یې تر خپل پوښښ لاندې راوستل. په پام کې ده چې د یاد واکسین یو سرتاسري کمپاین به د روانې میاشتې تر آخره پیل شي."

د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دامهاله په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳۴ او پاکستان کې ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یادې ادارې ویلي دا چې د ځینو ستونزو له امله په افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین پلي کول ستونزمن دي په دغه هیواد کې به تر یو میلیون ماشومان له واکسین څخه پاتې شي.

پولیو یوه فوق العاده فلج کوونکې او ځینې وختونه وژونکې ناروغي ده او یواځې د واکسین په واسطه یې مخنیوی کیږي.

XS
SM
MD
LG