د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۹میلیون افغان ماشومان د پولیو ضد واکسین کېږي


نن دوشنبه د «سلواغې پر ۷مه» د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د پولیو ضد سرتاسري کمپاین پیل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یاد کمپاین چې پنځه ورځې به دوام ولري پر مهال به یې ۹.۱ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دغه وزارت وايي، په بامیان، دایکندي، غور او بادغیس ولایتونو کې د سړې هوا له امله دغه کمپاین نه تر سره کېږي.

دغه واکسین د شااوخوا ۷۰زره واکسیناتورانو روغتیايي رضاکارانو لخوا تطبیق کېږي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د روغتیا د وزیر فیروز الدین فیروز له قوله ویل شوي چې د ناامنیو له امله یو شمېر ماشومان له یاد واکسین څخه پاتې کېږي چې له امله يې په دغه ناروغۍ اخته کېږي.

هغه له خلکو غوښتي چې د دغه کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي.

افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو د مثبتو پېښو ثبتېدو راپورونه ورڅخه ورکول کېږي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېر ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې ۲۰ پېښې یې یوازې د دغه هیواد په جنوب کې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ۹ پېښې په ارزګان، ۶ پېښې په کندهار، ۵ پنځه هلمند، دوې پېښې پکتیکا، دوې پېښې فراه، یوه پېښه په ننګرهار، یوه په کونړ، یوه په بغلان، یوه بادغیس او یوه پېښه په هرات کې ثبت شوې وه.

په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې هم د پولیو ۱۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې په روان ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو په پاکستان کې څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG