د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو نوی کمپاین؛ کابو ‍۱۰ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز چارواکي په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل کیدو زیری ورکوي.

د دې مرکز مسؤولین وایی چې په ټول افغانستان کې به د پولیو ضد راتلونکی کمپاین د روانې اونۍ د دوشنبه په ورځ مې ۲۳ (غبرګولي دویمه نیټه) پیل شي او له دریو تر پنځو ورځو به دوام ومومي.

د دغو چارواکو په وینا، دوی د دې کمپاین د منظم تطبیق لپاره بشپړ چمتوالی لري، چې په ترڅ کې به ېې ۹.۹ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.

په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد دغه کمپاین به د مې میاشتی په ۲۳ (غبرګولي دویمه) نیټه په ټول افغانستان کې پرته له فراه ولایت څخه پیل شي.“

د ښاغلي مومن په وینا، په فراه ولایت کې به د چمتوالي د نه بشپړیدو له امله د پولیو ضد کمپاین له یوې اونۍ ځند وروسته پیل شي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې له واکسیناتورانو سره د واکسین په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

بل لوري ته، روغتیا پالان او یو شمېر کابل ښاریان هم د پولیو ضد کمپاین د پیل هرکلی کوي او له کورنیو غواړي چې له روغتیایي مسؤولینو سره هراړخیزه همکاري وکړي او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

په کابل کې د کوچنیانو د نارغیو متخصص، ډاکټر عصمت‌الله عاصم امریکا غږ ته وویل: ”زما غوښتنه له ټولو میندو او پلرونو دا ده چې د پولیو ناروغي جدي ونیسي او باید په راتلونکي کمپاین کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي.“

د کابل ښار اوسیدونکي، بشیر امریکا غږ ته وویل: ”خلک باید له روغتیایي مسؤولینو او واکسیناتورانو سره د پولیو واکسین په تطبیق کې مرسته وکړي، تر څو دغه ناروغي له افغانستان څخه به بشپړه توګه محوه شي.“

XS
SM
MD
LG