د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ختیځ کې د پولیو کمپاین؛ '۱.۱ میلیون' ماشومان واکسین کیږي


د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لېندۍ دوهمه) خبریالانو ته په لېږلي پيغام کې ویلي چې دغه کمپاین دوې ورځې مخکې په دغه څلورو ولایتونو کې پيل شوی دی چې دروانې اونۍ تر پنجشنبې ورځې به دوام ولري.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱.۱ میلیون ماشومانو ته د پولیو ویروس ضد واکسین ورکړل شي.

هغه وویل: "د دغه کمپاین په جریان کې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو له ګرانو اوسېدونکو څخه احتراماً غوښتنه کوو، چې خپل تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین کړي تر څو د پولیو له ناروغۍ څخه خوندي اوسي."

دغه کمپاین د نړیوالو مرسته کوونکو بنسټنو په همکارۍ پيل شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو کورنیو څخه غوښتي چې له دایمي فلج څخه د خوندي کېدو په هدف خپل ماشومان واکسین کړي.

په ختیځ زون کې پر داسې مهال د پولیو ضد کمپاین پیلیږي چې په دې وروستیو کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د پولیو د شپږو مثبتو پېښو ثبت تېدو راپور ورکړل شوی دی.

د ننګرهار د کتلوي معافیت مسؤول داکټر حاکم خان ګلابزوی په وینا په ختیځ کې تازه شپږ سمپلونه مثبت شوي چې درې یې د ننګرهار (بهسودو، بټي کوټ او قلعه سنګي) او درې نور یې په کونړ (کوز کونړ او خپله کونړ )کې تثبیت شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر میاشتې پر ۱۷ مه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین تر سره شو.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې په دغه کمپاین کې تر پنځه کلنۍ کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومان واکسین شول.

XS
SM
MD
LG